غني: بیا هم ټولو ته د سولې لاس وړاندې کوم

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني وویل، هیڅکله به د چا زور او جګړې ته سر ټیټ نه کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر له لمانځه وروسته یو ځل بیا د وسله والو مخالفینو پر ضد نسبتاُ تونده لهجه وکاروله او د دوی له خوا وروستي بریدونه یې د خوارجو کار وباله.

ولسمشر غني وویل، هیڅکله به د چا زور او جګړې ته سر ټیټ نه کړي او په ټول توان سره به د ملي ګټو او ارزښتونو ساتنه کوي. ولسمشر وویل، سره له دې چې ډاډه دی چې د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونو پر مخالفینو لاس بري دي، خو زیاته یې کړه چې د طالبانو پر وړاندې لا هم د حکومت د سولې دروازې پرانستې دي:

''د افغانستان وسلوال مخالفینو باید غوراوی وکړي چې نور هغه وخت را رسیدلي چې دوی افغانان دي، د افغاني مور شېدې یې رودلې، د وطن له موريې الهام اخیستې دی او که د نقاق خپرولو او خوارجو وسیله دي. ''

داسې ښکاري په کابل او ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو وروستیو خونړیو بریدونو د مخالفینو پر وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لهجه تونده کړې ده. ده په ارګ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته پر مقدسو ځایونو بریدکوونکي له اسلامه بهر وبلل.

د کابل جوماتونو او تکیه خانو امنیت لپاره نوي تدبیرونه

غني: بیا هم ټولو ته د سولې لاس وړاندې کوم

ولسمشر غني افغانان مذهبي او سیاسي یو والي ته وبلل او غوښتنه یې وکړه چې شیعه او سني مسلمانان باید د یووالي لپاره یو د بل جوماتونو او عبادت ځایونو ته ورشي. دا لومړی ځل دی، چې ښاغلي غني د وسلوالو اورپکو پر وړاندې په دغسې لهجه خبرې کړې دي.

ښاغلي غني دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د تېرې جمعې پر ورځ یوه ډله داعش وسله والو د کابل ښار په شمالي څنډه کې د امام زمان پر جومات ډله ییز برید وکړ.

په دې برید کې لږ تر لږه ۲۸ کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شول. له دې څو ورځې وروسته بیا طالبانو د نوي کابل بانک یوه څانګه په نښه کړه چې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ یې ملکیانو ته هم مرګژوبله واړوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي غني افغانان مذهبي او سیاسي یو والي ته وبلل

داعش ډلې وسله والو بیا تېره میاشت کې هرات کې هم پر جوادیه جومات برید وکړ او په تېره روژه میاشت کې یې کابل کې د الزهرا پر جومات هم ورته برید کړی و. ښاغلي غني وویل، سره له دې چې طالبان او نور مخالفین د جګړې له لارې موخې ته نه شي رسېدای، خو غوښتنه یې ترې وکړه چې د سولې دروازې ورته پرانیستې دي.

د سولې په اړه په دې وروستیو کې اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکړ چې نژدې هره ورځ د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ اړیکي شته، که څه هم طالبانو دا راپور رد کړی، خو د ملي امنیت شورا ویلي چې د دوی له خوا نه بلکې د سولې شورا له خوا له طالبانو سره اړیکې شته.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له بې بي سي سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، د طالبانو له لوړو پوړو چارواکو سره په اړیکه کې دی او تمه لري چې مثبته پایله به تر لاسه کړي. افغانستان کې د جګړې د دوام د ملامتۍ ګوته تل پاکستان ته نیول کېږي.

د امریکا په نوې ستراتیژي کې هم دغه هېواد د ترهګرو ملاتړی بلل شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د 'اسلامي دولت ' ډلې یا داعش خراسان څانګې منلې وه چې په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید دوی کړی دی

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د پاکستان پر وړاندې یې بهرنی سیاست ګټور و. ښاغلي غني اختریز پيغام کې له دغه ګاونډي هېواده وغوښتل چې سیاسي خبرو ته چمتو شي:

''له پاکستان سره سوله د افغانستان ملي اجنډا ده او هغه با عزته سوله، چې له سیاسي نظره راشي. باید ټولو ته معلومه شوې وي، چې دا هېواد د زور له لارې هېڅ څه شي ته نه شي اړ کېدای، خو موږ د منطق او استدلال په چوکاټ کې د سیمې د امنیت لپاره هر اقدام کولای شو. ''

افغانستان کې د جګړې اصلي ښکیلې مخالفې ډلې طالبانو بیا د اختر په مناسب پيغام کې د سولې په اړه پخوانی دریځ تکرار کړی. دوی ویلي، هغه وخت به سولې ته چمتو شي چې د دوی په باور افغانستان د بهرنیو له اشغاله خلاص شي. سولې ته له دې پرله پسې هڅو سره - سره داسې پتیل شوې چې د جګړې په ډګر کې به هم د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا پر مخالفینو د فعالیت کړۍ تنګیږي.