افغانستان: اتیا سلنې ته د سواد کچې لوړولو طرحه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رسمي شمېرې ښيي، چې له لیک او لوسته پاتې ماشومانو کې ډېرې نجونې دي

په افغانستان کې د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره د ملي بسیج طرح د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته استول شوې او له مخې یې لومړی ځل د لیک لوست زده کړې پروګرام کې خصوصي سیکتور ته ونډه ورکول کېږي.

په طرح کې ټینګار شوی دی، چې د دغه پروګرام د مناسب اغېز او پراخېدو لپاره باید د دولتي او نړیوالو ادارو تر منځ همغږي ډېره شي. په طرح کې وړاندیز شوی، چې زده کړو ته د خلکو د هڅولو لپاره باید په قوانینو او تګلارو کې بدلونونه راوستل شي.

یو وړاندیز د هغو نالوستو زندانیانو په تړاو دی، چې که غواړي لیک لوست زده کړي، باید د قوانینو له مخې یې د بند موده رالنډه شي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستیال سردار محمد رحیمي وايي، د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره د ملي همکارۍ طرحې پلي کېدو سره به په هېواد کې د سواد کچه دوه برابره ډېره شي او ۸۰ سلنې ته به ورسېږي.

''د ملي بسیج طرح راتلونکو دوو کلونو کې لازم پړاوونه وهي او قانوني چوکاټ ورته جوړیږي. که دغه طرح په سمه توګه عملي شي، نو هیله من یو چې راتلونکو ۱۵ کلونو پورې به د سواد کچه ۸۰ سلنې ته ورسېږي. ''

هرات کې بندیانو ته اجباري سواد زده کړه

افغانستان د سواد د زده کړې ۳۰ زره مرکزونه لري

'نړیوالو او افغان حکومت سواد ته لږ پام کړی'

د امنیت نشتوالی او مالي ستونزې بیا هغه ستونزې بلل کېږي، چې افغانستان کې د بې سوادۍ له منځه وړلو طرحې له خنډ او ځنډ سره مخامخوي.

ښاغلي رحیمي وايي د افغانستان په یو شمېر ناامنه سیمو کې د دغې طرحې پلي کېدل ګران ښکاري، خو وايي، افغان حکومت د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره ژمن دی.

نوموړی زیاتوي د دغې طرحې له پلي کېدو سره به افغانستان د تعلیم برخه کې د سیمې د هېوادونو له معیار سره برابر شي. ملګرو ملتونو په تېر کې له افغان حکومته د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره د هڅو زیاتولو غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له کتاره بلل کېږي، چې ډېر نفوس یې لیک لوست نه شي کولای.

له رسمي شمېرو سره سم پر نالوستو لویانو سربېره افغانستان کې تر پنځه میلیونه ډېر ماشومان د زده کړې له بهیره پاتې دي، چې ډېر شمېر په کې د نجونو دی.

د سواد زده کړې بهیر له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان کې شته، خو د ټولنیزو ستونزو او ناامنیو له کبله یې جوت پرمختګ نه دی کړی.

افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې ډېر وګړي یې لیک لوست نه شي کولای.

اړونده مطالب

ورته مطالب