نانسي دوپري؛ مشهوره افغانستان پېژندونکې مړه شوه

.
Image caption اغلې دوپرې په ۱۹۵۰ کال کې له افغانستان سره بلده شوه

مشهوره امریکايۍ افغانستان پېژندونکې نانسي هاج دوپري، تېره ورځ په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله سا ور کړه.

په کابل پوهنتون کې د اغلې دوپري له خوا د جوړ شوي معلوماتي مرکز مشر وحید وفا بي بي سي ته وویل، نوموړې یکشنبه د سپټمبر ۱۰مه سهار وختي مهال د کابل په یوه روغتون کې سا ور کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، اغلې دوپري له کلونو د زړه او سږو له ناروغیو کړېده او بالاخره یې سا ور کړه.

اغلې دوپري په لومړی ځل په ۱۹۵۰ کال له افغانستان سره اشنا شوه، له هغه وروسته یې په ځلونو دې هېواد ته سفر وکړ او کلونه یې په دغه هېواد کې پرلپسې ژوند وکړ.

هغې په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون په انګړ کې (د افغانستان معلوماتو مرکز) جوړ کړ چې په ورځني ډول لسګونه افغان محصلان او څېړونکي ترې ګټه اخلي.

دغه مرکز لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال کې په پېښور کې د اغلې دوپري له خوا جوړ شو چې وروسته بیا افغانستان او د کابل پوهنتون انګړ ته ولېږدول شو.

هغې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي وو، له خپل مېړه لوییس دوپري سره کلونه وړاندې افغانستان ته راغلې وه، دا هغه مهال و چې افغانستان خوشاله او خندنۍ څېره لرله.

اغلې دوپرې زیاته کړې وه، که کابل له سیمټي دېوالونو خلاص شي، نو د سولې په اړه به د خلکو فکر کول شوني شي.

Image caption د افغانستان د معلوماتو مرکز په ۱۹۸۹ کال په پېښور کې جوړ او بیا کابل پوهنتون ته ولېږدول شو

اغلې دوپري پخپله مرکه کې د هغو کړاوونو کیسه کړې چې د افغانستان د معلومات و د مرکز جوړولو پر مهال یې ګاللي وو، خو دا ور په زړه نه وه چې دغه مرکز ته لومړني مواد (کتاب ) د چا و.

هغې ویلي وو په اغلب ګومان دغه مرکز ته یې تر لومړی د خپل خاوند کتاب راوړی و چې د افغانستان په اړه یې لیکلی و.

هغې ویلي، د دغه مرکز د کار یې له ګوته په شمېر سندونو پیل کړی و چې اوس یې شمېر له ۸۰ زرو سندونو اوړي او ورځ تر بلې یې شمېر زیاتېږي.

نانسي دوپري به تل ویل، په افغانستان کې قومي رنګارنګي یو نعمت دی. کرکه د انرژۍ د ضایع کېدو لامل ګرځي که افغانان یو بل ومني، نو ژوند به یې ښکلی شي؛ سوله به راشي او افغانستان به د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه واخلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب