کابل کې تښتول شوې فنلنډۍ ښځه خوشې شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان حکومت که څه هم څو ځله د برمته نیوونکو ډلې نیولې، خو لا هم کابل کې په خاص ډول د بهرنیانو تښتول کېدو خطر پر ځای پاتې دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، کابل کې تښتول شوې فنلنډۍ ښځه یې ځانګړو عملیاتو کې راخوشې کړې او د خپل هېواد چارواکو ته یې سپارلې ده. دوی داسې څه نه دي ویلي، چې دغه مېرمن کومې ډلې تښتولې وه او څه ډول یې بیرته وژغورله.

د دغه ریاست یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، کله یې چې معلومات بشپړ شي، جزیات به یې له رسنیو سره شریک شي.

وسله والو کابل کې یوه جرمنۍ ښځه وژلې

ننګرهار کې تښتول شوي پاکستاني ډیپلوماټان خوشي شوي

نژدې څلور میاشتې وړاندې د می میاشتې پر۲۱مه نېټه یوې ډلې وسله والو کابل کې د بهرنیو پر یوه میلمستون چې د سویډن یوې خیریه موسسې اړوند و، برید وکړ چې په کې یې یوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ساتونکی ووژل او دغه فنلندۍ ښځه یې وتښتوله.

هغه مهال کومې ډلې د دغه برید ادعا و نه کړه او وسله والو طالبانو هم ویلي و، چې دوی دغې پیښه کې لاس نه لري. اوس د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله ټویټر پاڼه تایید کړې، چې افغانستان کې د دغه هېواد یوه تبع ښځه خوشې شوې او روغه رمټه ده.

په کابل ښار کې له دې وړاندې هم بهرنيان تښتول شوي چې د ځینو په هکله وسله والو طالبانو ویلي و، دوی تښتولي، خو ځینې نور بیا د داسې کسانو لخوا تښتول شوي چې په کومې مخالفې ډلې پورې تړاو نه لري.

افغان حکومت که څه هم څو ځله د برمته نیوونکو ډلې نیولې دي، خو لا هم کابل کې په خاص ډول د بهرنیانو تښتول کېدو خطر پر ځای پاتې دی.

اړونده مطالب