ننګرهار کې پولیس پلټنه کوي چې وژل شوی ګلستان بې ګناه که بریدګر و

د انځور حقوق .
Image caption یو شمېر کسانو د اعتراض په توګه د وژل شوي مړی ولایتي ادارې مخې ته وروړی و او ويل يې ولسي سړی د داعش وسله وال او بريد کوونکي په نوم په خورا سخت زړه وژل شوی.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې لسګونه قومي مشرانو د ولايتي ادارې مخې ته په اعتراضيه راټولېدنه کې هغه تن قومي مشر وباله چې تېر مازیګر په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي ظاهر قدير د کور مخې ته د هغه ساتونکو وواژه.

دوی د اعتراض په توګه د وژل شوي جسد دغلته وروړی و او ويل يې ولسي سړی د داعش وسله وال او بريد کوونکي په نوم وژل شوی.

د خوګياڼو يوه قومي مشر حاجي محمد ولي شېرزاد بي بي سي ته وويل، وژل شوی ګلستان نومی بې ګناه قومي مشر او له کومې وسله والې ډلې سره یې اړيکه نه درلوده.

ننګرهار کې دوه ځايي چارواکي په بند محکوم شول

ننګرهار کې تښتول شوي پاکستاني ډیپلوماټان خوشي شوي

ننګرهار کې یو افغان شاعر او ملګری یې وژل شوي

نوموړی وايي د ظاهر قدير ساتونکو له لفظي شخړې وروسته یاد قومي مشر لومړی وهلی، بيا یې له ځانه سره بیولی او پر چړو له وهلو وروسته یې په ډزو ویشتلی دی.

''ظاهر قدير د کور مخې ته د سقاوې ترڅنګ يې د ده له ساتوونکو سره جر او بحث راغلی، دی يې کور ته کش کړی، دا يې په ډېر بې رحمانه توګه وهلی، ټکولی په چاقو ګانو يې وهلی او بيا یې ویشتلی، او بيا یې د سرک په سر مړی اچولی چې طالب دی او داعش دی او پلان دی، دا که طالب يا بل مجرم وي موږ يې جسد دلته راوړی حکومت دې پلټنه وکړي چې دا قومي مشر او بې ګناه سړی و که نه! ''

اعتراض کوونکو له حکومت د انصاف غوښتنه کوله او ویل یې سپین او تور دې مالوم شي او دبې ګناه وژل شوي قومي مشر پوښتنه دې وشي.

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدير رسنيو ته ويلي، چې دی له تېرو څلورو ورځو راهیسې له هېواد بهر دی او څه چې پېښ شوي د قانون په رڼا کې دې وڅېړل شي.

ښاغلي قدیر پر خپله فسبوک پاڼه هم ټینګار کړی چې که هر څه کېږي د قانون له مخې دې وشي د دسیسي په ډول دې مخ ته نه ځي.

پرون ولایتي چارواکو خبر ورکړ، د ظاهر قدیر ساتونکو هغه کس په ډزو وژلی چې غوښتل يې د هغه پر کور برید وکړي.

له دې خبر وروسته پر سړک د وژل شوي کس انځور خپور شو چې پر وینو لړلی لیدل کېده، خو د ظاهر قدیر د کور ګاونډیان هم له پیښې سم نه شو خبر چې سړی څنګه ووژل شو.

ولايتي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي، د پېښې په اړه ځايي ادارې څېړنې پيل کړي او ډېر ژر به وروستي جزیات له رسنيو سره شريک شي.

ښاغلي خوګیاڼي ډانګ پېیلي نه دي ویلي چې څوک او کله به دا وروستي مالومات ډاګیزوي چې وژل شوی ګلستان بریدګر او که قومي مشر و.

''د کس د وژل کېدو د لامل د څرنګوالي لپاره ولايت مقام د کشفي او امنيتي ادارو په همکارۍ څېړنه پيل کړې، مالومات چې کره شول، موږ به يې شريک کړو. ''

ولايتي ادارې ويلي، وژل شوی تن د شیرزاد ولسوالۍ د سپرۍ سيمې اوسېدونکی دی اوس د کامې ولسوالۍ په بازید خېلو کې اوسېده.

د هغه د کورنۍ ځینې غړي چې د هغه له جنازې سره د ولایتي ادارې مخې ته ورغلي و ظاهرآ د یوه بیوسه ژوند خلک ښکارېده .

د ګلستان له وژل کېدو سره د ډېرو پام هغې پیښې ته اوښته چې پر ښاغلي قدیر ځانمرګی برید یاد شوي و.

درې اونۍ وړاندې وویل شو چې د ظاهر قدير په کور دوو ځانمرګو بريد کړی چې په پېښه کې د بريدګرو سربېره د هغه دوه ساتوونکي هم ووژل شول.

د داعش او نورو وسله والو ډلو نښې به هم وي خو په دغه سیمه کې د قومي او ګوندي تربګنیو سره د ډیرو ولسي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي په خوا کې یې ډيرې پیښې جنايي اړخ هم لري.

ولس ویریدلی چې دا ډول پیښې چې پولیس او امنیتي ځواکونه یې نشي کابو کولی ورسره ژوند او کاروبار سختیږي.

د انځور حقوق .

ننګرهار کې د ګلستان د وژل کېدو او د ظاهر قدیر د سړو ادعا د اعتراض تر کچې ورسېده، خو دغلته لا هم په وروستیو میاشتو کې ګڼې مرګونې او مرموزې پیښې ګونګې او ناسپړلې پاتې دي.

وروستۍ پیښه د جلال اباد ښار په زړه کې په یوه میرمنه وسله وال برید و چې ټپي یې کړه او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

ورته مطالب