غني: د بهرنیو لوبغاړو راتګ پیغام دا دى چې افغانان یې خوندي کولی شي

د انځور حقوق ارګ
Image caption ولسمشر له کرېکټ لوبغاړو سره.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په سهار د کرېکټ شپږیزې لیګ د لوبډلو له روزونکو، مبصرینو او لوبغاړو سره وکتل.

د شپږیزه په نوم د افغان کرېکت غوره لیګ سیالۍ تېره دوشنبه په کابل کې پیل شوې دي او د سپټمبر تر ۲۲ به روانې وي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني له لوبغاړو سره په لیدنه کې وویل چې ورزش افغانان سره یو موټی کوي:

"تاسو په نړۍ کې د افغانستان نوم لوړ کړ. پخوا لږ خلک له کرېکټ سره بلد وو، خو اوس یې ټول خلک پېژني، مینه ورسره لري او په یوه غږ یې ملاتړ کوي".

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم له بي بي سي سره خبرو کې وویل، افغان ولسمشر د افغان کرېکټ له مسوولانو د بریالۍ شپږیزې او دې سیالیو ته د بهرنیو لوبغاړو د راتګ مننه هم وکړه.

"ولسمشر وویل افغان شپږیزې ته د دې لوبغاړو راتګ دا پیغام لري چې نړیوال د افغانانو سره مینه لري او باور لري چې افغانان یې پاللی او امنیت خوندي کولی شي".

دوبۍ کې افغان لیګ

د خبرپاڼې له مخې، د افغان ولسمشر او کرېکټ لوبغاړو په دې کتنه کې د کرېکټ بورډ لوی مشر عاطف مشعل وویل، له ژمنې سره سم یې خصوصي سکتور په کرېکټ کې ښکېل کړی او د کرکټ شپږیزې لیګ د ترسره کېدو لپاره شپږ کمپنیو۱۲۵میلیون افغانۍ پانګونه کړې.

V د انځور حقوق .

د هغه په خبره، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان غوره لیګ په نوم په دوبۍ کې بل لیګ پیل شي چې په هغه کې به زیات شمېر بهرني لوبغاړي ولوبېږي.

"دغه غوره لیګ به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ۸۰ میلیون ډالر عواید ولري او هڅه کوو چې کرېکټ بورډ په اساسي ډول پیاوړی کړو او د ادارې او د کرېکټ ملي تیم ترمنځ واټن له منځه یوسو".

ترپایه شپږیزه لیګ کې پاتېدل

وروسته د زېمبابوې کرېکټ ملي ټیم مخکیني روزونکي او د کرکټ بین المللي مبصر الستر کمبیل خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ به تر پایه لوبېږي:

" له درې ورځې مخکې تروریستي پېښې څخه مونږ درک کړه، چې د افغانستان خلک له کرېکټ سره څومره مینه لري او څه صبر او استقامت لري".

تېره چهارشنبه په کرېکت شپږیزه کې له ځانمرګي برید وروسته داسې ګنګوسې وې چې زیمبابوې خپل لوبغاړي ستنوي، خو بیا دا خبرونه رد شول.

په هغه برید کې درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول، مسوولیت یې داعش منلی دی.

د انځور حقوق ACB
Image caption کابل کې کرېکټ شپږیزه.

په شپږیزه لیک کې په لومړي ځل بهرني لوبغاړي هم ګډون لري، خو د سوېلي افریقا لوبغاړي تېره ورځ خپل هېواد ته ستانه شول.

افغان کرېکټ بورډ وايي، چې دغه لوبغاړي کورنیو لوبو کې د ګډون لپار ستانه شوي دي.

ورته مطالب