د ترکیې حکومت د افغان - ترک ښوونځیو تړل غواړي

ر د انځور حقوق .
Image caption یو افغان - ترک ښوونځی.

د تیکا په نوم په افغانستان کې د ترکې د نړیوالې همکارۍ او پراختیا اداره د افغان - ترک ښوونځیو فعالیت بندېدل غواړي.

دوی دا ښوونځي د ترهګریز څرنګوالي درلودونکي بللي دي.

له څه مهال راهیسې د ترکیې حکومت په افغانستان کې افغان- ترک ښوونځي تړل غواړي، خو دا لومړی ځل دی چې د ترکیې حکومت پورې تړلې یوه اداره په ډاګه د دې ښوونځیو فعالیت د ترهګریز څرنګوالي لرونکی بولي.

* افغان ترک دوستي ۹۲ کلنه شوه

* افغانستان: د افغان ترک ښوونځیو مشري ترکیې ته وسپارل شوه

په هرات کې د تیکا مشر علي ارغون چینار د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان دولت به "ډېر ژر" د دغو ښونځیو د بندولو په اړه د ترکیې غوښتنه ومني:

"دا فعالیتونه البته زه ترهګریز فعالیت بولم او غندم یې. زموږ ټول دوستان دې پوه شي چې دا یوه ترهګریزه ډله ده. په هر ډګر کې چې کار کوي ترهګریز فکر لري. که خدای کول د افغانستان دولت به هڅه کوي چی دا مسایل ډیر ژر حل کړي. زه هیله من یم".

د ښاغلي چینار په خبره، که د ترکیې دولت د دې ښوونځیو مدیریت په غاړه واخلي نو په وړیا توګه به فعالیت کوي:

"که خدای کول موږ به تکړه ښوونکي بیا په کار ګومارو. دا ښوونځي به وړیا فعالیت وکړي. هر افغان ماشوم به کولی شي چې په دې ښونځیو کې زدکړې وکړي. نه داسې چې یوازې د شتمن او د مقام خاوند بچیان پکې زدکړې وکړي".

له ګولن غورځنګ سره د ښوونځیو تړل

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلی چینار وايي، که د دې ښوونځیو مدیریت د ترکیې حکومت ته وسپارل شي، نو پرمختګ به هم وکړي.

ویل کېږي د ترکیې مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن چې اوس په امریکا کې اوسي د نړۍ په ۱۳۰ هېوادونو کې شاوخوا زر ښوونځي لري.

د ترکیې دولت د ښاغلي ګولن په مشرۍ خوځښت په نوموړي هېواد کې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

خو د افغانسان د پوهنې وزارت په دې هېواد کې د افغان ترک ښوونځي ستایي او وایي چې فعالیت یې د پام وړ دی.

* ترکيه د افغانستان په معادنو کې پانگونې ته چمتو ده

* "په ٢٠١٥ کال ٣٥٠ افغان ښوونځي تړل شوي دي "

د نوموړي وزارت ویاند کبیر حقمل وایي د دې ښوونځيو برخلیک د ملي ګټو په پام کې نیولو سره ټاکل کېږي.

"په دی اړه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د پوهنې وزارت تر کچې په لوړه سطحه خبرې روانې دي".

د افغان - ترک ښوونځیو دریځ

د انځور حقوق AFghan turk schools/facebook
Image caption افغان- ترک ښوونځي چې په مختلفو لویو ښارونو کې فعالیت لري او شمېر یې ۱۴ ته رسېږي.

ویل کیږي د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغان- ترک ۱۴ ښوونځي شاوخوا اته زره افغان زدکوونکي لري.

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو ریاست تر دې مخکی د دې ښونځیو د بندیدو په اړه اوازو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی له هر ډول سیاسي فکر او فعالیت پرته تدریس کوي.

افغان - ترک ښوونځي نږدې شل کاله په تېره وروستیو لسو کلونو کې خورا ښه زدکړې لرونکي ښوونځي بلل کېږي.

د دې ښوونځیو زدکوونکي پوهنتوني ازموینو او سیمه ییزو سیالیو کې ښې درجې ترلاسه کوي.

د انځور حقوق .
Image caption تير جولای کي د افغان- ترک ښوونځیو د کورنیو غونډه کې وغوښتل شول چې دا ښوونځي دې د ترکیې حکومت ته نه سپارل کېږي.

د تېر کال په وروستیو کې د ترکیې حکومت له کودتا وروسته پر افغانستان سربېره له نورو ښوونځیو هم د دې ښوونځیو تړل وغوښتل.

افغان ولسمشر اشرف غني د دې مسلې لپاره یو پلاوی وټاکه.

تېر جولای کې د افغان - ترک ښوونځیو د کورنیو جرګه ګۍ په یوه غونډه کې له افغان حکومت وغوښتل چې دا ښوونځي انکرې ته ونه سپاري.

د دې ښوونځیو زدکوونکو په هغه غونډه کې وویل، چې دغه حالت یې پر زدکړو ناوړه اغېز کړی دی.

ورته مطالب