هلمند: د نادعلي امنیې قومندان وژل شوی دی

د انځور حقوق FB
Image caption عمرجان حقمل د هلمند په کچه خورا فعال امنیه قومندان بلل کېده.

د هلمند نادعلي ولسوالۍ امنیې قومندان عمرجان حقمل په یوه برید کې وژل شوی دی. د ځايي چارواکو په وینا قومندان حقمل د وسله والو طالبانو له لوري په یوه نیول شوي کمین کې برید شوی دی او پایله کې یې نوموړی وژل شوی دی.

د هلمند ولایت ویندوی عمر ځواک په وینا قومندان خپل دفتر ته پر لاره و، چې شپې ناوخته مهال پرې وسله والو برید کړی دی.

د ځواک په خبره برید کې یو بل سړی ټپي شوی دی. عمرجان حقمل د هلمند په کچه خورا فعال امنیه قومندان بلل کېده.

'د نادعلي امنیت په ښه کېدا دی'

د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

د افغان حکومت وسله والو مخالفان د دغې وژنې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي. نادعلي د هلمند له ناامنو ولسوالیو یوه ده، چې تېره جولای میاشت کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه په کې وکړل.