هغه کس خوشی شوی چې پر حکمتیار یې د بوټ ګوزار کړی و

دادشاني د انځور حقوق FB
Image caption عبدالواحد دادشاني د وږي پر ۳۱مه د جمعې د لمانځه پرمهال پر ګلبدین حکمتیار د بوټ ګوزار کړی و چې بیا وروسته د ملي امنیت کارکوونکو ونیو.

رسمي سرچینې وايي، هغه ځوان خوشی شوی، چې د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار یې هرات ولایت کې د بوټ ګوزار کړی و.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، عبدالواحد دادشاني د تېرې جمعې په ورځ ونیول شو، چې په وینا یې د لا نورو پلټنو لپاره ساتل شوی و.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "د څېړنو له بشپړېدا وروسته دادشاني د ملي امنیت له خوا خوشی شو. نوموړی د نورو څېړنو ترلاسه کېدا په موخه ساتل شوی و."

عبدالواحد دادشاني د وږي پر ۳۱مه د جمعې د لمانځه پرمهال پر ګلبدین حکمتیار د بوټ ګوزار کړی و چې بیا وروسته د ملي امنیت کارکوونکو ونیو.

هرات کې پر حکمتیار د بوټ ګوزار شوی

له ګلبدین حکمتیار سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

د نوموړي له خوشي کېدا څو ساعته وړاندې هرات ښار کې ځینې مدني فعالانو د نوموړي د خوشي کېدو په پولۍ لاریون وکړ.

پر خواله رسنیو یوه خپاره شوي تصویر کې یو سړی لیدل کېږي، چې جومات کې د بوټ ګوزار کوي.

د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده د عینی شاهدانو له قوله وايي، له پېښې وروسته خلکو ګومان کاوه، ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او له همدې کبله یې یوه بل لور ته منډې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار کابل ته له راتګ وروسته هرات ته سفر کوي.

ورته مطالب