د طالبانو د قطر دفتر تړل کېدو په اړه پر غني د ټرمپ فشار

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني سره ملګرو ملتونو کې وکتل

د برتانیا یوې ورځپانې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغان ولسمشر قطر کې د طالبانو د دفتر تړلو په تړاو فشار راوړی. د طالبانو قطر دفتر له څه باندې شپږو کلونو راهیسې ددغې ډلې د خبرو د یوې وسیلې په توګه کارول کېده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو ځینو سرچینو منلې، اټکل دی چې ولسمشر غني ددغه دفتر له تړل کېدا سره موافقه وښيي، خو تر اوسه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د طالبانو د قطر دفتر د تړل کېدو خبره د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرو کې هم یاده شوې ده.

اووه میاشتې وړاندې ولسمشر غني پخپله د دغه دفتر د بندولو خبره را پورته کړه:

"که طالبان مثبت چلند غوره نه کړي، تاوتریخوالی جاري وساتي، باید د قطر دفتر د تړلو په ګډون پر دوی بندیزونه پلي شي".

طالبان وايي، د قطر دفتر یې د سیاسي استازولۍ په توګه کارولی، چې کابو ۳۶ غړو یې پکې فعالیت درلود.

خو نیوکه دا ده چې دغه دفتر د سولې په تړاو کوم پام وړ پرمختګ نه دی کړی، بلکې د ځینو په اند، د پاکستان له لوري پر کابل د فشار د الې په توګه کارول کېږي.

ویل کېږي ټرمپ ښايي د دغه دفتر د تړلو لپاره بېلابېل دلایل ولري. یو دا چې د هغه سلف بارک اوباما دا د افغان سولې لپاره یوه ناکامه هڅه کړې.

اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

سولې عالی شورا: قطر دفتر په تړل کېدو خواشیني یو

اټکل دی چې کابل د دغه دفتر د تړلو رسمي غوښتنه وکړي، خو وروستۍ پرېکړه بیا هم د قطر په لاس کې ده.

د دیپلوماتیکو خبرو اړوندې یوې نژدې سرچینې په وینا، د سعودي او قطر ترمنځ د سیاسي لانجې له کبله دغه دفتر ته ډېر زیان اوښتی دی.

په بريتانیا کې د کويين پوهنتون استاد او د سيمې کارپوه مايکل سمپل وايي، نه پوهېږي چې امريکایان او د افغانستان دولت د دې دفتر د بندولو لپاره څه دليل لري.

خو د طالبانو د مشران په قطر کې د دې دفتر پر فعاليت مشکوک دي او داسې فکر کوي چې هلته يې کسان د سولې په برخه کې د بهرنيانو تر اغېز لاندې دي.

د طالبانو د قطر دفتر د سولې او جنګ په درشل کې

داود اعظمي، لندن

افغان او امريکایي حکومتونه غواړي چې پر طالبانو څو اړخيز پوځي او سياسي فشارونه واچوي.

د افغانستان لپاره د امریکا له نوې تګلارې سره سم به د طالبانو پر ضد پوځي عمليات، په ځانګړې توګه هوايي بریدونه نور هم ډېر شي. هڅه به دا وي چې طالبان کمزوري شي او د دوی تر کنټرول لاندې يو شمېر سيمو څخه دوی وايستل شي.

له بلې خوا د ولسمشرانو غني او ټرمپ حکومتونه هڅه کوي چې طالبان په سيمه او نړۍ کې منزوي شي او يوازې پاته شي. په دې لړ کې دوی نيت لري چې پر يو شمېر هېوادونو فشار واچوي يا يې وهڅوي چې د طالبانو ملاتړ پرېږدي او له هغو سره هر ډول همکاري ودروي... بشپړه لیکنه

قطر سره خبرې

سعودي عربستان او درو نورو عربي هېوادونو (بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو) له تېر جون راهیسې پر قطر بندیزونه ولګول او دغه هېواد یې د ایران او اسلامپالو او ترهګرو ملاتړی وباله.

قطر دا تورونه رد کړل.

اټکل دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره هم د طالبانو د قطر د دفتر تړل کېدو مسله په خبرو کې مطرح کړې وي.

د ولسمشر غني غوښتنه

د انځور حقوق MOFA.GOV.QA
Image caption د ارګ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره هڅې نورې هم زیاتوي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې د مونیخ امنیتي کنفرانس پرمهال ولسمشر غني د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي وو، چې د طالبان دفتر باید وتړل شي.

خو روښانه نه ده چې د قطر امیر یې دا غوښتنه جدي ګڼلې او که نه، خو نوموړی د قطر د اقتصادي بندیزونو په درشل کې د واشنګټن ټینګ ملاتړ ته اړتیا لري.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر په ۲۰۱۱ کال د قطر دوحه کې پرانیستل شو، چې بیا وروسته یې د همدې دفتر له لارې جرمني کې له امریکا سره پټه اړیکه ونیوه.

خو په ۲۰۱۳ کال ددغه دفتر د تړل کېدو غوښتنې ډېرې شوې، همدا وو چې له دغه دفتره د طالبانو بیرغ کوز کړل شو، خو له ودانۍ یې لاهم د دیپلوماتیکو اړیکو په موخه ګټه اخیستل کېده.

د طالبانو د قطر دفتر اهمیت له ۲۰۱۳ کال راهیسې او بیا په ۲۰۱۵ کال د دغه دفتر د مشر طیب اغا تر استعفا کولو او د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د مړینې له اعلانېدا وروسته ډېر کم شو.

طالبان: د قطر دفتر يوازې سياسي فعاليتونو لپاره دى

په ۲۰۱۶ کال، د قطر د دفتر استازو دوحه کې د افغانستان د څارګرې ادارې له مشر او جګپوړو امریکايي دیپلوماتانو سره له پټې کتنې وروسته، پاکستان ته له امنیتي چارواکو سره د کتلو په موخه سفر وکړ.

په کابل کې یوه لوېدیځ دیپلومات ویلي، په دواړو خواوو کې خلک سره پاشل شوي، په افغان لوري کې ښکاري چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ددغه دفتر د تړل کېدو ملاتړی دی، خو د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی لاهم په دې اړه پښه نیولی ښکاري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو د قطر دفتر اهمیت له ۲۰۱۳ کال راهیسې او بیا په ۲۰۱۵ کال د دغه دفتر د مشر طیب اغا تر استعفا کولو او د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د مړینې له اعلانېدا وروسته ډېر کم شو.

ورته مطالب