پر کابل هوايي ډګر بريد کې يوه ښځه وژل شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
طالبانو ویلي د دغه برید موخه د امریکا دفاع وزیر و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند وايي د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه له توغنديزو بريدونو وروسته پيل شوي چاڼيز عمليات پاى ته رسېدلي. نجيب دانش بي بي سي ته وويل په پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او د ماشومانو په گډون يو شمېر ټپيان دي.

د ښاغلي دانش په وينا امنيتي ځواکونو سيمه خوندي کړې او يو څه چاودېدونکي توکي يې هم تر لاسه کړي. د کورنيو چارو وزارت وايي هوايي ډگر ته څېرمه درې توغندي توغول شوي و، خو بي بي سي ته نوم پټو امنیتي سرچینو پر هوايي ډګر د توغول شویو راکټونو شمېر تر لسو زیات ښودلی و.

په همدې حال کې ناټو ځواکونو د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي چې د حامد کرزي هوايي ډگر ته څېرمه يې د اورپکو د بريد مخنيوي لپاره د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريد کړى، خو په وينا يې د يوۀ توغندي د بې کنټروله کېدو له امله گڼ کسان ټپيان شوي دي. وينا پاڼې کې نه دي راغلي چې ژوبل شوي ملکي وگړي دي او که نه، خو وايي چې د بريد او د توغندي بې کنټروله کېدو په اړه پلټنې پيل شوي دي.

د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر دغه راکټیز ګوزارونه د افغانستان پلازمېنې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس او د ناټو د عمومي منشي جینز سټالټنبرګ تر رسېدو وروسته شوي دي.

وسله والو طالبانو ویلي، دغه راکټیز ګوزارونه دوی کړي او موخه یې د امریکا د دفاع وزیر جېمس مټیس د الوتکې په نښه کول و.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی دی او وايي:

''پر ملکي هدفونو برید کول د کمزورۍ نښه ده، نه د ځواک!

ګورئ چې پرلپسې د هر افغان پوځي ډلې وړاندې بایلونکي دي. سږ کال د جګړې د مخته وړلو مشري عالي وه، خو ترهګري پولې نه پېژني، آیا پر لندن برید د لندن د کمزورۍ نښه ده که د ترهګرو بېرحمۍ؟

موږ د ترهګرۍ د ځواکونو پر وړاندې ګډ درېږو او ادامه به ورکړو. ''

تر اوسه پورې پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د راکټیزو بریدونو له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ور کړل شوی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د وسله والو له لوري توغول شوی یو راکټ د کابل جلال اباد پر لویه لاره د پکتیا کوټ په سیمه کې د اوسېدو پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ غونډه کې دغه برید وغنده

د راپورونو له مخې په ټپیانو کې د یوې ښځې روغتیايي وضعیت د اندېښنې ارزول شوی او یوې بلې پکې خپل ژوند پکې له لاسه ور کړی دی.

له افغان ولسمشر سره یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کې د امریکا دفاع وزیر جېمس مټیس وویل:

''د نړۍ په هرګوټ کې چې وي، پر یوه نړیوال هوايي ډګر برید د یوه ترهګر له خوا یو جرم دی، پر بېګناه خلکو پلان شوی وي چې یو پیغام ورکړي.

دا اوسمهال د طالبانو د کړنو یو کلاسیک تعریف دی، دا د دوی د فعالیت بڼه ښيي چې خپله ونډه څه بولي. دا یې پخوا هم کړي.

دوی ګوري چې همدا اوس د هېواد په هرې یوې ولسوالۍ کې افغان ځواکونه د دوی پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. څه چې دي همدا دي او همدغه لامل دی چې موږ سره یوځای یو، موږ دا پوښتنه نه کوو چې دلته څه کوو. ''

د انځور حقوق RS

یوې امنیتي سرچینې د بي بي سي محفوظ زبیدي ته ویلي، بریدګر څلور کسان دي چې یوه کور ته ننوتلي وو او له هغه ځایه پر حامد کرزي هوايي ډګر او نورو دولتي تاسیساتو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، هوايي ډګر ته غځېدلې لارې امنیتي چارواکو تړلي او له هوايي دګره پروازونه هم ځنډېدلي دي.

دا د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له اعلانېدا وروسته کابل ته د ناټو د سرمنشي او د امریکا د دفاع وزیر لومړی سفر دی.په کابل کې افغان ولسمشر، د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي کابل ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا افغان حکومت ته د هر اړخیز ملاتړ ژمنې تازه کړې. دوی وویل پرې به نږدي چې افغانستان بیا پر هغه بدل شي چې دوی د نړیوالو ترهګرو خوندي ځای وباله.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دغو لویدیځو چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، دامریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژي له اعلان وروسته سیمه کې وضعیت مثبت لور ته تللی دی. وسله والو مخالفینو کابل ته د امریکايي وزیر د راتګ په غبرګون کې پر کابل هوايي ډګر د توغندیو برید وکړ.

د ناټو سرمنشي جینز سټالټنبرګ د امریکا ددفاع له وزیر او افغان ولسمشر سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ناټو نه غواړي له افغانستان ووځي، بلکې له افغانستان سره به خپلو ژمنو پوره کولو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، د ناټو په همکارۍ به د افغان ځواکونو د اوږدې روزنې، همکارۍ او سلامشورو لپاره ژمنتیا ته دوام وکړي.

ده وویل، طالبان باید پوی شي چې دوی جګړه نه شي ګټلی، بلکې پر مېز د مخامخ خبرو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده او په وینا یې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د انځور حقوق RS

هغه وویل، له افغان ځواکونو سره د ناټو د مرستو ژمنه پرځای ده، خو په وینا یې افغان حکومت باید پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.

د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس، چې افغانستان ته په ناڅاپي سفر تللی، کنفرانس ته وویل، د اسیا په سوېل کې بې ثباتي ټول هېوادونه ګواښي او له طالبانو یې غوښتنه دا وه چې د خبرو او سیاسي حل لار خپله کړي.

د انځور حقوق EPA

ورته مطالب