پر معروف ولسوالۍ د طالبانو برید کې" ۱۳" سرتېري وژل شوي

د انځور حقوق .

د کندهار له سرحدي ولسوالۍ معروف څخه راپورونه وايي، چي وسلوالو طالبانو تېره شپه ناوخته د ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرګی برید کړی دی

یوې سرچینې له نومښودنې پرته بي بي سي ته وویل، چي د برید په پایله کې یو شمیر امنیتي سرتیري تر خاورو لاندي سوي دي.

دغه سرچینه وایې ، چي په ټپيانو کي د معروف امنیه قومندان داود هم شامل دی.

ویل کېږي په دې برید کې شپږ پولیس، درې د ملي امنیت کارکوونکي او څلور د ملي اردو سرتېر وژل شوي دي.

راپورونه ښيي وسلوالو طالبانو د شوبلې په مټ ځانمرګی برید کړی او دا برید یې دومره زورور و، چي د ولسوالۍ د ودانۍ لویه برخه یې ورانه کړې ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني بي بي سي ته وویل، چې په دې برید کې ۱۲ امنیتي ستېري وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، د وسلوالو طالبانو موټر بم برید د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په لومړي قرواول کې شوی دی.

تر دغه برید وروسته سیمه کي د افغان او بهرنیو ځواکونو الوتکو بریدونه هم کړي دي او د وسلوالو برید یې تمبولی دی.

ځینې رپوټونه وايي، چې د ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې اوس هم جګړه روانه ده.

وسلوالو طالبانو له پنځو ورځو راهیسې دغې ولسوالۍ ته تللې لارې تړلې وې.

که څه هم وسلوال طالبان ادعا کوي، چي د ولسوالۍ ودانۍ د دوی په کنترول کې ده، خو د معروف ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه وایي سیمي ته شپه مهال نور ځواکونه رسیدلي او وسلوال د ولسوالۍ څخه لرې ساحه کي د افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د معروف ولسوالۍ وداني د وسلوالو طالبانو واکمنۍ کې د یوې لویې کلا په شکل جوړه شوې ده.

د دې ولسوالۍ له ودانۍ امنیه قومنداني، ملي امنیت او نورې ادارې هم کار اخلي.

اړونده مطالب