افغانستان: له پاکستانه مو د هندي زنداني تبادله نه ده غوښتې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption خواجه اصف ویلي، حنیف اتمر ورته وړاندیز کړی چې کلبهوشن یادوو د پاکستان له هغه وسله وال مخالف سره تبادله کړي چې د پیښور پر پوځي ښوونځي برید کې یې لاس درلود

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هغه خبرې بې بنسټه بولي چې ویلې یې دي، افغان چارواکو د یوه هندي تبعه د تبادلې غوښتنه ترې کړې.

مارچ میاشت کې پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې د هندي سمندري پوځ یو افسر کلبهوشن یادوو یې د پاکستان او ایران تر منځ سرحدي سیمه کې نیولی دی، چې د دوی په وینا د هند څارګرې ادارې (را) لپاره یې جاسوسي کوله.

اوس ښاغلي اصف ویلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ورته وړاندیز کړی چې پاکستان کې زنداني کلبهوشن یادوو د پاکستان له هغه وسله وال مخالف سره تبادله کړي چې د پیښور پر پوځي ښوونځي برید کې یې لاس درلود او دا مهال د افغان حکومت په زندان کې دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسیایي ټولنې سره په یوه مرکه کې ویلي و، ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترې غوښتي چې له پاکستان سره بندي هندی تبعه چې اسلام اباد یې هندی جاسوس بولي، تبادله کړي.

د انځور حقوق ISPR
Image caption پاکستان وايي کلبهوشن یادوو یې د ایران او پاکستان سرحدي سیمه کې نیولی، خو هندي چارواکو ویلي نوموړی پاکستاني پوځیانو د ایران له خاورې تښتولی

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وایي، شوې غونډه کې دغه مسئله نه ده یاده شوې:

''دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو غونډې په څنډه کې بحثونه کړي دي، دوی پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونو له منځه وړلو په هکله خبرې کړې، البته د افغان طالبانو د بندیانو په اړه هم خبرې شوې دي، په دې کې قطعاً د هندي لوري په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم د کوم هندي تبع د تبادلې موضوع مطرح شوې ده. ''

"هندی ژغورو که هر څه کېږي"

پاکستان مشکوک هندي جاسوس ته د مرګ سزا اورولې

د پاکستان پوځي محکمې تېر اپریل میاشت کې کلبهوشن یادوو ته د ترهګرۍ په تور د اعدام سزا وټاکله.

وروسته مې میاشت کې هند د دغې سزا عملي کېدو خلاف د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه وکړه او یادې محکمې له پاکستانه وغوښتل چې د پرېکړې تر وروستي کېدو مخکې د کلبهوشن یادوو سزا عملي نه کړي.

هند نړیوالې محکمې ته عریضه کې ویلي و، پاکستاني چارواکو کلبهوشن یادوو د ایران له خاورې تښتولی دی. د دوی په وینا نوموړی له سمندري پوځ نه له تقاعد وروسته هلته ایران کې سوداګري کوله.

هندي چارواکو په تېر کې څو ځله له پاکستانه غوښتي چې د هند کونسلر ته له کلبهوشن یادوو سره د لیدو اجازه ورکړي، خو پاکستان دغه غوښتنه رد کړې ده.

د انځور حقوق COURTESY OF ICJ
Image caption د عدالت نړیوالې محکمې له پاکستانه غوښتي چې تر نهايي پرېکړې مخکې کلبهوشن یادوو اعدام نه کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې د پاکستان استازې ملیحه لودي پر هند تور پورې کړ چې پاکستان کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي او د کلبهوشن یادوو یادوونه یې وکړه، چې د نوموړې په وینا په پاکستان کې یې د تخریبي کړنو اعتراف کړی دی.