د بي بي سي ۱۰۰ ښځې لړۍ: سل اغېزناکې او الهام بښونکې ښځې

بي بي سي ٢٠١٧ م کال لپاره د نوښتگرو او الهام بښوونکو ښځو نوملړ خپور کړى.

سږ کال به دغه ښځې چې نومونه يې د بي بي سي په نوملړ کې راغلي د "١٠٠ښځو ننگونې" لړۍ برخه وي. په دې لړۍ کې د هغو ترټولو سترو ستونزو اوارۍ هڅه کېږي چې ښځې ورسره د نړۍ په لر او بر کې مخامخ دي.

دوى به په څلورو ډلو کې سره ټولېږي، خپلې تجربې به شريک کوي او پر دغو ستونزو د برلاسۍ لپاره به نوې لارې چارې وباسي:

  • مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه
  • د ښځو نالوستي
  • په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه
  • د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند

سږ کال به دا بهيرله تېرو هغو لږ توپير ولري. اوس هم په نوم لړ کې ٤٠ نورو کسانو لپاره ځاى شته. د ورځو په تېرېدو سره به د نورو هغو ښځو نومونه هم په کې ورزيات شي چې په يوۀ ډول د ننگونو پر وړاندې ودرېدلي دي.

Sorry, your browser is not supported

١٠٠ ښځې

د ١٠٠ ښځې لړۍ څه ده؟

د بي بي سي "١٠٠ ښځې" لړۍ هر کال د نړۍ له لر او بره د سلو اغېزناکو او الهام بښونکو ښځو نومونه خپروي. په ٢٠١٧ م کال کې موږ هغوى ننگوو چې د ښځو پر وړاندې شته څلورو سترو ننگونو، مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه، د ښځو نالوستي، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه او د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند د حل لارې ومومي. ستاسو په مرسته هغوى به دې ستونزو ته رښتونې حل لارې ومومي. موږ غواړو چې تاسو هم خپل نظرونه شريک کړئ. موږ پر ټوېټر، فېسبوک او انسټاگرام موندلاى شئ. په تماسونو کې مو "#١٠٠ ښځې" وليکي.

Photo credits: Dan Kennedy, Alma Recelle Aguilera, Nasa/Johnson, Stemettes/Phil Smyth, Tom Kavanagh, Nairobi Garage, Baljit Singh, Jaron Johns, Julia Ronai, Romina Bernado, Etiquette Magazine, Rockwool, Dami Oyetade, Resham.

اړونده مطالب

ورته مطالب