ايا ښځې کولى شي نړۍ په يوه اوونۍ کې بدله کړي؟

د انځور حقوق Getty Images

د بي بي سي "١٠٠ ښځې" جايزه گټونکې لړۍ سږنۍ کړۍ له نوښتنو سره مله ده.

تر اوسه د ناسا ستورمزلې پېگي وايتسن، د لايبيريا ولسمشرې اېلېن جانسن سرلېف او د انگلستان فوتبال لوبغاړې ستېف هاوتون په گډون يوازې ٦٠ نومونه اعلان شوي دي.

٤٠ نور نومونه به د اکتوبر مياشتې په اوږدو کې نوملړ ته ور زيات کړل شي.

دغه لړۍ چې هر کال د نړۍ په کچه ښځو پر وړاندې پر تو ستونزو ته کتنه کوي سږ ښځې بدلون رامنځته کولو ته هڅوي.

په دغه ښځو کې د افغان انسټېټيوټ بنسټ اېښوونکي ډاکټره سکينه يعقوبي، شاعره روپي کور، د تيزاب پاشنې قرباني ريشم خان او ټلويزيوني ستوري جېن شينگ هم شامل دي.

د انځور حقوق Getty Images

د ځورونې نه ختمېدونکې کيسې، نا برابري، او د ټولنې په ډېرو برخو کې د ښځو کم تر سترگو کېدل د زړه تنگوالي او د بې وسۍ احساس رامنځته کولى شي.

نو موږ په سږنۍ لړۍ کې له ښځو د نوښتونو غوښتنه کوو چې د ځينو دغه نابرابريو پر وړاندې مبارزه وکړي.

اوس د بي بي سي "١٠٠ ښځې " لړۍ په خپل پنځم کال کې څلورو مسلو ته کتنه کوي:

مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه، د ښځو نالوستي، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه او د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند.

د "١٠٠ ښځې" لړۍ څه ده؟

د بي بي سي "سل ښځې" لړۍ هر کال د نړۍ له لر او بره د سلو اغېزناکو او الهام بښونکو ښځو نومونه خپروي. په ٢٠١٧ م کال کې موږ هغوى ننگوو چې د ښځو پر وړاندې شته څلورو سترو ننگونو، مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه، د ښځو نالوستي، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه او د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند د حل لارې ومومي. ستاسو په مرسته هغوى به دې ستونزو ته رښتونې حل لارې ومومي. موږ غواړو چې تاسو هم خپل نظرونه شريک کړئ. موږ پر ټوېټر، فېسبوک او انسټاگرام موندلاى شئ. په تماسونو کې مو "#١٠٠ ښځې" وليکي


د ۱۰۰ ښځو نوم لړ کې ځینې کسان به د اکتوبر څلورو اونیو کې په څلورو ښارونو کې د یوه نوښت لپاره ګډ کار وکړي. د دغه نوښت موخه له هغو خلکو سره مرسته کول دي، چې له دغو ستونزو اغېزمن شوي دي.

نور بيا د نړۍ په هره برخه کې چې دي د دوى ملاتړ کوي او ورته الهام به ورکوي. د اوونۍ په اوږدو کې چې د ښځو ګډون ډېر شي او هغوى خپلې مهارتونه او وړتیاوې شریکې کړې، نو وروستي ۴۰ نومونه به هم نوملړ کې شامل کړل شي.

د انځور حقوق Getty Images

که (۱۰۰ ښځې) لړۍ بریالۍ کېږي، نو لامل به يې دا وي، چې د دغو ستونزو پر اهمیت د پوهېدو لړ کې د نړۍ له لر او بره ښځو مرسته کړې ده، دوی په خپله څه لاره چاره غوره کړې، د خپلو سترګو لیدلی حال يې له نورو سره شریک کړی دی، دوی خپلې مهمې طرحې وړاندې کړي او یا دا چې دوی د خپل ځان په اړه غږېدلې دي.

د ۱۰۰ ښځو لړۍ یوازې د نظرونو په اړه هم نه ده، بلکې دې کې به ښځې راډیو کې، پر انلاین او خواله رسنیو کې بحثونه هم وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

مشرۍ ته د رسېدو په برخه کې د ننګونو پر وړاندې د غور او خبرو اترو مرکز به په سان فرانسېسکو ، د ښځو د نالوستۍ پر وړاندې ډیلي، او لارو کوڅو کې د ښځو ځورونې پر وړاندې لندن کې وي چې له نایروبي به هم یوه ډله ورسره همکاري کوي او سپورت کې ښځو سره د توپيري چلند په اړه به دغه راز مرکز د برازيل په ریو ښار کې وي، خو بحثونه به د نړۍ په کچه کېږي او موږ غواړو د نړۍ له لر او بره د ښځو غږ راسره یو ځای شي.

د ۱۰۰ ښځو لړۍ مديره فیونا کراک وايي:

" ۲۰۱۵ کال کې ښځو د ۱۵۰ بحثونو کوربتوب وکړ، چې په کې د ۳۰ هېوادونو او د ۱۰ ژبو ویونکو گډون کړى و. د ۲۰۱۶ م کال کې یې د داسې ۴۵۰ ښځو لنډ ژوندلیکونه ویکیپیډیا کې شامل کړل، چې مستحقې وې او په اړه یې لږ یا برسېرن معلومات خپاره شوي وو، خو دا ځل د ګډون یوې بشپړې نوې کچې ته رسېږو."

نوموړې زیاتوي "دا به په زړه پورې خو همداراز تلوسه پاروونکې وي چې وليدل شي دغه ۱۰۰ وړتیا لرونکې ښځې څه راوړي او يا دا چې و به توانېږي دا چاره په میاشت کې یې بشپړه کړي."

د انځور حقوق Getty Images

د پیل لپاره مو يو څه الهام بښونکي مسايل موندلي دي. د نهوو داسې شیانو په تړاو غږیږو، چې ښځو اختراع کړي دي او ښايي تاسو ته یې په اړه معلومات نه وي. دغه راز به د یو شمېر هغو نړیوالو حل لارو په اړه خبرې کوو، چې د ښځو خوندیتوب او روغتیا مسایلو حل لپاره خلکو موندلي دي، نو له موږ سره اړیکه کې شئ، د خواله رسنیو له لارې، یا د لاندنۍ فورمې په کاروولو سره.

#100Women

تر دغه سرلیک لاندې پر فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر هم موږ موندلای شئ.

اړونده مطالب