ډنمارک افغانستان ته ۵۵ تازه دم سرتېري لېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption ډنمارک دا مهال افغانستان کې ۹۷ سرتېري لري.

د کابل لوېدیځ کې د ناټو اړوند پر ډنمارکي ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته دغه هېواد غواړي افغانستان کې خپل پوځ ډېر کړي.

د ډنمارک دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې افغانستان ته ۵۵ تازه دم سرتېري استوي.

په دې سره به افغانستان کې د ډنمارکي ځواکونو شمېر ۱۵۲ ته ورسېږي.

* د يوې افغانې دنمارکۍ فوټبال لوبغاړې کيسه

* پنټګان: افغانستان ته نور درې زره امریکايي پوځیان لېږو

د ډنمارک دفاع وزارت زیاتوي چې نوي سرتېري به یې د ناټو د هغو پوځي سلاکارانو امنیت خوندي کولو کې مرسته کوي چې د افغانستان پوځي اکېډمي ته تګ راتګ کوي.

ناټو دمګړۍ په افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري.

د دوی پوځي ماموریت د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی دی.

له هغه راهیسې افغان امنیتي ځواکونه روزي او سلا مشورې ور کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تيره اونۍ کابل کې ځانمرګي برید پنځه ډنمارکي پوخیان ژوبل کړل.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر اندرس سامویوزن هم په یوه بیانه کې وايي، که افغان حکومت خپل واک له لاسه ور کړي دا هېواد بیا د ترهګرو په پټنځي بدلېدلی شي:

"په نتیجه کې ممکن اروپا او ډنمارک هم د کډوالو له بلې څپې سره مخ شي".

ټاکلې ده دغه ۵۵ ډنمارکي پوځیان د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې کابل کې ځای پر ځای شي.

* ناټو افغانستان ته اف ۱۶ جنګې الوتکې لېږدوي

* د ناټو لا ډېر پوځیان به د افغانستان ستونزه هواره کړي؟

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان ستراتیژۍ له مخې د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره د ناټو ځواکونو شمېر زیاتېږي.

امریکا غواړي نږدې درې ر زره سرتېري افغانستان ته واستوي.

واشنګټن له ناټو ملګرو هم غوښتي چې په افغانستان کې خپل پوځ ډېر کړي.

په روان کال کې ناټو په افغانستان کې هوايي ځواک هم ډېر کړی دی.

د انځور حقوق RS
Image caption د ناټو جنګي الوتکې چې روان کال کې افغانستان ته راغلې.