افغانستان کې له نيمايي ډېرې نجونې لومړنيو زده کړو وروسته ښوونځي پرېښودو ته اړ کېږي

افغانې زده کوونکې د انځور حقوق Getty Images

د بي بي سي پلټنو څرگنده کړې چې د افغانستان له پنځو ډېرو لويو ولايتونو کې نجونې له لومړنیو زدکړو وروسته په منځنۍ او لېسې دوره کې زده کړې نیمګړې پرېږدي.

زموږ دا راپور په بلخ، ننګرهار، کندهار، فراه او هرات ولايتونو د ښوونځیو په لومړنيو، منځنيو او لېسو دورو کې د نجونو شتون څېړلی او له منځنۍ او دوولسم ټولګي د نجونو د ښوونځيو د پاتې کېدو لاملونه یې پلټلي دي.

د افغانستان له ختیځ تر لوېديځ او له شمال تر جنوبه هر ولايت ته چې تم شو، د هلکانو په پرتله به ډېر شمېر نجونې ووينو چې د زدکړو پوره کېدل یې یوازې یو خوب دی. دوی د بېلابېلو لاملونو له امله په منځنۍ او لېسې دوره کې له ښوونځيو پاتې کېږي.

د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې هر کال د هغو نجونو شمېر چې ښوونځیو ته جذبېږي او هغوی چې د فراغت سند ترلاسه کوي په لوي توپير او ټکان ورکونکی دی.

دودونو له امله رامنځته شوي محدوديتونه

افغانستان کې د نجونو نیمګړې زده کړې

افغانستان کې له ښوونځی پاتې نجونې

۶۲۲۰۸۴

  • ۱۸۰۰۰۰ شپږ کاله وړاندې د ننګرهار لومړنيو ښوونځیو کې د نجونو شمېر

  • له ۹۰۰۰۰ لږ منځني ښوونځي ته تللي

د کندهار د پوهنې مشر عبدالقادر پيوستون وايي، د نويو ١٢ زره شاملو نجونو له ډلې له پنځه سوو کمې نجونې له دولسم ټولګي فارغېږي، يعنې له ۹۵ سلنې ډېرې نجونې چې په کندهار ولايت کې ښوونځیو ته شاملېږي، په منځنۍ او لېسې دوره کې ښوونځيو ته له ورتګه راګرځي:

"هر کال ډېر شمېر نجونې ښوونځیو کې داخلوو، مګر هغه شمېر نجونې چې موږ فارغوو شمېر يې کم دی. که موږ چېرې په ۲۰۱۷کې زموږ د احصایې له مخې که يوولس زره او سل نجونې په نظر کې ولرو، او بيا څو کلونه وروسته چې هغوی دولسم ټولګي ته رسيدلي و به ګورو چې یواځې څو سوه نجونې پاتې دي. زموږ د احصايې او رسنيز کنفرانس پر بنسټ چې موږ تېرکال په ۲۰۱۶ کې لرلو، موږ دیارلس زره نجونې ښوونځیو ته شاملې کړې وې، خو چې بيا مو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د فارغوو نجونو شمار وکړ،۲۲۵تنه وې. "

د ښاغلي پيوستون په وينا هغه څه چې په کندهار کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نيسي، د فکر ډول او رواجونه دي. همدا چې د نجونوعمر لږ ډېر شي کورنۍ یې نورې ښوونځیو ته نه ورپرېږدي، خکه دا کار پېغور ګڼي.

د افغانستان د ختيځو ولايتونو ننګرهار ظاهراً يواځنی ولايت دی چې له لومړنيو زده کړو وروسته د نجونو د ښوونځیو پرېښودو شمېر یې ثبت کړى.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواری وايي، له يوسل اتیا زره نجونو له ډلې چې شپږ کاله وړاندې یې ښوونځي ته تګ پیل کړی وو، له نیمايي ډېرې یې له شپږم ټولګي وروسته په دې نه دي توانیدلي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نجونې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هرات د پوهنې د مسوولينو په وينا سږ کال د هرات په ښوونځیو کې اووه ديرش زره نجونې ښوونځیو ته جذب شوي، خو دا تمه هم نه شته چې له دې ډلې دې د دريو يوه برخه هم تر دولسم ټولګي زده کړو ته دوام ورکړي.

ښاغلی شینواری وويل: "موږ له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي تر ١٨٠زره زده کوونکې لرلې، دا شمېره که چېرې اوس د دولسم ټولګيو د زده کوونکو سره پرتله کړو، ګورو چې له ٨٠ زرو ډېرو نجونو ښوونځی پرېښی. هغه شمېره چې په شپږم ټولګي کې ١٨٠ زره وه، اوس یې چې په دولسم ټولګی کې وشمېرو نوي زره دي."

د ښاغلی شینواری په ټکو، ننګرهار او په ځانګړي توګه په ولسوالیو کې له ښوونځيو د نجونو پاتې کېدل بېلابېل لاملونه لري، خو د هغه په وينا مهم لامل یې ناامني ده. کډوالي، د مسلکي ښوونکو کمښت او مناسب درسي چاپيريال نه شتون یې نور لاملونه یادوي.

له ښوونځیو سره کار نه لرو

کله چې د افغانستان له ختيځ لوېديځ ته ځو د یو متفاوت حالت سره مخامخ کېږو.l

د فراه د پوهنې مشر محمد صابر فاروقي وايي، د دې ولايت په ناامنو ولسوالیو، ګلستان، خاک سفيد، بکوا او په پشت رود کې له څلورم او پنځم ټولګي وروسته پنځوس زره نجوني له زده کړو پاتې شوي.

د پخوانیو طالب چارواکو د پوهنتون افغانې محصلینې

افغانستان کې د مېرمنو کار، تعليم که دواړه مهم دي؟

پکتیکا کې ولس په خپل لګښت د نجونو ښوونځي ودانۍ ورغوله

هغه له ښوونځيو د نجونو د تګ د مخنيوي لامل ناامني نه، بلکې کلتوري محدوديتونه بولي: "اوس چې د دولت د وسله والو مخالفينو سره ستونزه حل شوې او دوی وايي له پوهنې او ښوونځيو سره کار نه لرو، خو په خواشينۍ سره وخت تېر شو اوس کلتوري او ټولنيزي ستونزې ډېرې شوي. زياتره خلک خپل لوڼې په منځنۍ دوره کې زده کړو ته نه پرېږدي. د څلورم او پنځم ټولګي یې پرېږدي، خو کله یې چې عمر ډېرېږي، ښوونځيو ته يې له تګ منع کوي. "

زده کوونکې د انځور حقوق Getty Images
Image caption نجونې د امنيت، کډوالۍ، دودونو او ناسم ښوونيز چاپېريال له امله، له لومړنيو زده کړو وروسته د ښوونځي پرېښودلو ته اړ کېږي

د فراه په ګاونډ کې هرات د هغوو ولايتونو په سر کې ځای لري چې ډېر شمېر نجونې په ښوونځیو کې جذبوي، خو هلته هم کله چې عمرونه لوړېږي د ښوونځيو په چوکيو د نجونو شمېره کمرنګه کېږي.

د هرات د پوهنې مسوولين وايي، هرکال د هرات له ښوونځيو د ۱۳ تر ۱۴ زره تنه فارغېږي چې په کې له شپيتو سلنه ډېرې نجونې دي. مګر دلته هم په ښوونځیو کې د شاملو او له ښوونځيو د فارغوو نجونو شمېره په لوی توپير کې دی.

د هرات د پوهنې د مسوولينو په وينا سږ کال د هرات په ښوونځیو کې اووه ديرش زره نجونې ښوونځیو ته جذب شوي، خو دا تمه هم نه شته چې له دې ډلې دې د دريو يوه برخه هم تر دولسم ټولګي زده کړو ته دوام ورکړي.

"پکتیکا کې نژدې ۳۰ زره نجونې ښوونځیو ته ځي"

د کونړ د نجونو تنده: ښوونځي ټول پرانيستي خو؟

د افغانستان شمالي ولايت بلخ کې هم دا توپير تر سترګو کېږي.

د بېلګې په توګه په ۱۳۸۴لمريز کال په دې ولايت کې پنځه ديرش زره زده کوونکي چې شاوخوا ۱۴زره یې نجونې وې ښوونځیو ته شاملې شوې وې، خو د بلخ د پوهنې مسوولين وايي، تېر کال يواځې څه باندې شپږ زره نجونې په دې ولايت کې د لېسې دورې فارغې شوې.

يعنې په بلخ کې ۱۲ کاله وړاندې نژدې د نویو شامل شوو نجونو له ډلې نيمايي نه دي توانيدلي د ښوونځیو زده کړې پای ته ورسوي.

اصف شينواری
Image caption د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواری وايي، له يوسل اتیا زره نجونو له ډلې چې شپږ کاله وړاندې یې ښوونځي ته تګ پیل کړی وو، له نیمايي ډېرې یې له شپږم ټولګي وروسته په دې نه دي توانیدلي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د دې ټولو سره سره د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هغوو نجونو شمېر په سلو کې اته سلنه دی چې د ښوونځیو لومړنۍ دوره بشپړوي، منځنۍ دورې ته ځي، خو زده کړې ترې پاتي کېږي او تر دولسم ټولګي خپلې زده کړې نه بشپړوي.

که څه هم زموږ راپور يواځې پنځه ولايتونه راڅپړلي، خو په منځنۍ کچه ويلی شوو د منځنيو زده کړو محرومو نجونو شمېر له هغې سلنې لوړ دی چې د افغانستان د پوهنې وزارت يې وايي.

ورته مطالب