له مزار او هراته هند ته مستقیمې الوتنې پیل شوې

الوتکه د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې د هند ایر انډیا او افغان سپای جیټ هوايي شرکتونو ترمنځ کابل او ډیلي ته مخامخ الوتنو دوام درلود.

د افغانستان شمالي بلخ ولایت مزار شریف کې د هند کونسلګرۍ ویلي، د افغانستان له دوو لویو ښارونو (مزار شریف او هراته) هند ته مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.

مزار شریف کې د هند جنرل کونسل وايي، د هند نوي ډیلي ته له مزار شریف نه له ډېر وخت راهیسې د مستقیمو الوتنو اړتیا ډېره وه.

دی وايي، له بلخه ددغو الوتنو هدف دا دی چې له شمالي ولایتونو هند ته د درملنې په موخه د تلونکو افغانانو لپاره اسانتیا برابره شي.

منجیش ګرور وايي، هند ته له مزاره مستقیمې الوتنې به له افغانستان د سوداګرۍ د غوړېدو او راکړې ورکړې زمینه هم برابره کړي.

لومړۍ الوتنه د دوشنبې په ورځ (اکتوبر دویمه) د بلخ مولانا جلال الدین بلخي له هوايي ډګره نېغ په نېغه د نوي ډیلي اندیرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر ته وشوه.

د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي سوداګرۍ بیا پیل

له کابله د زراعتي توکو لومړنۍ الوتکه هند ته لاړه

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ کارګو سوداګري پیلېږي

په پام کې ده چې اونۍ کې به نوي ډیلي ته دوې الوتنې له مزار شریف او دوې نورې له لوېدیځ هرات ولایته کېږي.

په تېره جون میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله هند ته د زراعتي توکو ډکې الوتکې په الوتنې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ رسماً د هوايي دهلیز پرانيسته وکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۱۴مه هند له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو نوره مرسته اعلان کړه.

د جون په ۱۹مه د زراعتي توکو یوه الوتکه د هند پر لور روانه شوه.

دا ترانسپورتي راکړه وروسته تر هغه پیل شوه، چې د پاکستان له لارې هند ته افغان تولیداتو ته پر ترانزیتي لارو ستونزې پیدا شوې

وړاندې د هند ایر انډیا او افغان سپای جیټ هوايي شرکتونو ترمنځ کابل او ډیلي ته مخامخ الوتنې کولې.

د ویلو ده چې له مزار شریف نه ایران او ترکیې ته هم مخامخ الوتنې کېږي.

ورته مطالب