" اروزگان کې ۲۴ دولتي سرتېري او ۳۰ طالبان وژل شوي"

اروزګان د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروزګان کې له ډېرې مودې راهیسې جګړې روانې دي چې ولسي وګړي یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د اروزګان په چوري ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي سرتېرو ترمنځ د جګړې شپږ ورځې تېرېږي. چارواکي وایي، ډېرې سیمې چې طالبانو په چوري ولسوالۍ کې نیولې وې، بېرته دولتي ځواکونو تر خپلې ولکې لاندې راوستلي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو عملیات روان دي او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

دی وايي په روانو عملیات کې افغان ځواکونو د طالبانو نژدې ۳۰ کسان وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولتي ځواکونو ته هم د مرګژوبلې اوښتو خبره وکړه، خو په دې اړه یې کره شمېرې وړاندې نه کړې.

بل لور ته د چورې ولسوال امین الله خالقي بي بي سي ته وویل، د روانې اونۍ په جګړو کې ۲۴ دولتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي.

طالبانو هم د لسګونو دولتي سرتېرو د وژلو خبره کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته په منسوب ټویټر پاڼه کې د یو شمېر وژل شویو پوځیانو انځورونه خپاره شوي او ادعا شوې چې د اروزګان د چوري ولسوالۍ ده.

د طالبانو ویاند ویلي، د دولتي سرتېرو مړي یې د سره صلیب چارواکو ته سپارلي، خو ددغې نړیوالې ادارې چارواکي دا خبره نه تاییدوي.