ولسمشر غني وايي "د ځمکې پرمخ تر ټولو سخته دنده" مخته وړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشرغني: د مځکې پرمخ تر ټولو سخته دنده پر مخ بيايي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، په هېواد کې د جګړې ګټل په دې معنا دي چې بشپړه او تلپاتې سوله راشي.

نوموړي د بي بي سي جسټین رولټ سره په خبرو کې وویل: "دا د ځمکې پرمخ تر ټولو ډېره سخته دنده ده."

ښاغلي غني وویل، دې هدف ته د رسېدو لپاره باید یوه نه یوه ورځ له طالبانو سره خبرو ته کښېني.

افغانستان له شاوخوا ۱۶ کلونو راهیسې خونړۍ جګړه کې ښکېل دی.

دا مهال په افغانستان کې نژدې ۱۴۰۰۰ ناټو سرتېري د افغان ځواکونو پر "روزنې" ، سلامشورې او همکارۍ بوخت دي، چې اصلي هدف یې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو لاسبري کېدل دي.

امنیتي برخه کې سیستماتیک اصلاحات

ولسمشر غني په خپله اداره او ټول دولت کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دې کار لپاره یې یوه منظمه او هر اړخیزه پروسه پیل کړې او تر خپله وسه به یې عملي کوي:

"په ټولو برخو کې د اصلاحاتو یوه بشپړه پروسه پیل شوې ده. لکه د اقتصاد په برخه کې، په خپلو پښو درېدل یوازې د خولې خبرې نه دي، عمل غواړي. په امنیتي برخه کې سیستماتیک اصلاحات پیل شوي. د حکومتولۍ په برخه کې د قانون برلاسي. او تر ټولو مهمه ددې هېواد درېیو اکثریتونو ته واک سپارل دي، یعنې ځوانان مېرمنې او بې وزله کسان".

ولسمشر غني وویل: "بدلون د ځینو خلکو لپاره ښه شی نه دی، طبعاً دوی به ناخوښه وي او چیغې به وهي. خو زما هدف ټاکنې ګټل نه، بلکې اصلاحات راوستل دي. که د ټاکنو ګټلو غم وکړم، نو بیا اصلاحات نه شي راتلی. د ټاکنو مطلب دا دی چې تاسو یوڅه کار وکړئ. نه دا چې ځان د تل لپاره په واک کې وساتئ."

د پاکستان ای ایس ای له "ترهګرو ډلو سره اړيکي لري"

غني: اوسني یزیدیان غواړي د افغانانو ژوند تریخ کړي

د طالبانو د قطر دفتر تړل کېدو په اړه پر غني د ټرمپ فشار

ښاغلی غني دا نه ردوي چې راتلونکي درې کلونه به سخت نه وي: "موږ د یوه ۱۲ کلن ماشوم په شان یو چې د یوه ۳۰ کلن سړي مسؤولیت لري؛ خو موږ د پرمختګ په حال ک وی. اوس د منظمېدو او مشرۍ کولو په فکر کې یو".

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ستراتیژۍ هدف همدا دی چې په افغانستان کې روان کړکېچ له سیاسي لارې حل شي.

ولسمشر وايي، په راتلونکو څلورو کلونو کې به امنیتي ځواک پر ټول افغانستان واکمن شي. د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر وايي، په راتلونکو څلورو کلونو کې به امنیتي ځواک پر ټول افغانستان واکمن شي.

کله چې له غني وپوښتل شول، نور وروستی هدف څه دی؟

هغه له ساه اخیستو پرته وویل: "له طالبانو سره د سولې تړون".

"ددې ستراتیژۍ اصلي هدف دا دی چې یوه سیاسي حل ته لاره هواره شي. د سیاسي حل لپاره باید خبرې وشي. ښايي د خبرو بڼه هغسې نه وي لکه په ۹۰مه لسیزه کې به چې کېدلې، خو باید پام ورته وکړه او موږ باید تاوتریخوالی راکم کړو. خلکو ته باید د ژوند کولو فرصت ورکړل شي. څلوېښت کاله کېږي چې څوک موږ ساه اخیستو ته نه پرېږدي. نو د بریا اصلي مطلب دوامداره سوله ده. داسې سوله چې زموږ د اساسي قانون په چوکاټ کې وي او زموږ خلک پکې برخه ولري."

ولسمشر غني د افغان ځواکونو د پیاوړتیا خبره داسې مهال کوي، چې د امریکا پوځ څه موده وړاندې ویلي وو، د افغانستان دولت د هېواد له درو برخو پر یوې یې واکمن دی، پاتې یې یا د طالبانو او یا نورو اورپکو ډلو په واک کې دي.

ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

''امریکایان په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي''

امریکا د پاکستان حکومت پر راتلونکي اندېښنه ښودلې

یوازې تېر کال افغانستان د خپل پوځي ځواک ۱۰ سلنه له لاسه ورکړه، د ملي اردو کابو ۷۰۰۰ سرتېري وژل شوي وو او۱۲۰۰۰ نور ټپیان وو

د افغان ولسمشر د ډېر ډاډ یو لامل ښايي دا وي چې باوري دی لوېدیځ د افغان شخړې طبیعي حقیقت په سمه توګه نه دی درک کړی، چې په وینا یې هېواد یې کورنۍ جګړه کې نه دی ښکېل، بلکې دده په ټکو د نشه يي توکو جګړې ته ټېل وهل شوی.

ښاغلي غني وپوښتل: "طالبان په نړۍ کې د هېرویینو تر ټولو لوی صادروونکي دي. نړۍ ولې پر هېرویینو تمرکز نه کوي؟ ایا دا یوه ایډیالوژیکه جګړه ده که د نشه يي توکو جګړه؟ د اقتصاد تجریمول باید بربنډ شي".

د ښې حکومتولۍ بنسټ

محمد اشرف غني وویل، کلک هوډ لري چې د فساد مخه به نیسي او په دې لړ کې به له هېچا سره دوه ګونی چلند نه کېږي:

"د فساد پرضد ستراتیژي د بشپړېدو په حال کې ده. ډېره په غور مو چمتو کړې، یوازې د فساد علایمو ته نه ګوري. بلکې د لاملونو غم یې هم خوري. یوازې خلک محکمې ته نه راکاږو، دا برخه یې هم مهمه ده، خو موږ پر دې کار کوو چې څرنګه د ښې حکومتولۍ اساس کېږدو."

افغان ولسمشر له بي سي سي سره په مرکه کې وویل، حکومت یې د بشپړ امنیت راوستلو لپاره څلور کلن پلان جوړ کړی، چې په وینا یې له مخې به یې دښمن ته ماتې ورکوي.

دده په وینا، امنیتي او دفاعي ځواکونه یې په ښه حالت کې دي.

هغه زیاته کړه، په راتلونکو څلورو کلونو کې به امنیتي ځواک پر ټول افغانستان واکمن شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا وايي، ځینېٌ ځواکونه به یې افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږي

ورته مطالب