ولسمشر غني وايي "د ځمکې پرمخ تر ټولو سخته دنده" مخته وړي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر غني وايي "د ځمکې پرمخ تر ټولو سخته دنده" مخته وړي''

افغان ولسمشر اشرف غني وایي هېواد کې يې د جګړې ګټل په دې معنا دي چې بشپړه او تلپاتې سوله راشي. ولسمشر غني چې دا خبرې يې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کولې وويل، د هېواد مشري یې د ځمکې پرمخ تر ټولو سخته دنده ده. ده وويل دسولې هدف ته د رسېدو لپاره باید یوه نه یوه ورځ له طالبانو سره خبرو ته کښېني. ده وويل د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ مطلب هم دا دی چې په افغانستان کې روان کړکېچ له سیاسي لارو چارو حل شي.