"افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبله دوه برابره ډېره شوې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر ۲۰۱۶ کال په څېر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل پاتې شوی.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسیون چارواکي وايي، په افغان جګړه کې د ماشومانو درنې مرګ ژوبلې اندېښمن کړي دي.

د دې کمیسیون چارواکي وايي، په افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیان ماشومان دي او ترهګري ډلې په بېساري ډول له دوی ګټه اخلي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې ماشومان له خطرناک او ناوړه حالت سره مخامخ دي.

دا کمیسیون له نړیوالو بنسټونو غواړې، پر سخت دریځو وسله والو ډلو فشار راوړی چې هغوی په جګړې کې له ماشومانو څخه ګټه وانخلي.

د کمیسیون چارواکي وايی په جګړه کې له ماشومانو ګټه اخیستنه جنګي جنایت او د نړیوال بشر دوستۍ قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

یونما: د افغان ماشومانو مرګ ژوبله ۲۱٪ ډېره شوې

یونما: افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبله 'کمه' شوې

'د جګړې ښکېلې غاړې دې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي'

د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون که څه هم په جګړه کې د ماشومان مرګ وژبلې په اړه کره شمېر نه دې وړاندې کړي خو د د دغه کمیسیون غړي عبدالاحد فرزام وايي اوس د تېر پرتله په افغان جګړه کې ماشومانو مرګ ژوبلې شمېر دوه برابره ډېر شوی دی.

ښاغلي فرزام وايي د جګړې په سیمو کې پر ماشومانو جنسي تېري کيږي او په قاچاق او ځانمرګو بریدونو کې له دوی څخه ګټه اخیستل کېږي.

بلخوا ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې، په افغانستان کې د ماشومانو حالت ناوړه یاد کړی او ویلي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې، په هغو هېوادونو کې، چې جګړه پکې روانه ده، کابو اته زره ماشومان وژل شوي دي، چې څلوېښت سلنه یې یوازې په افغانستان کې دي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور زیاتوي په روان ۲۰۱۷ کال افغانستان کې ۱۳۴۰ ماشومانو په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپور وړاندې وايي په افغان جګړه کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ پر افغان ماشومانو جنسي تېري هم کېږي.

د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یونما ۲۱۸۱ ملکي تلفات مستند کړي ( ۷۱۵ وژل شوي او ۱۴۶۶ ټپیان) چې دا د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه ټیټوالی په ګوته کوي.

ورته مطالب