'زما ښار بامیان' فلم د نوښتګرو ښارونو فلمي نندارتون لومړی مقام ګټلی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغه فلم یو تن عکاس نورالله عزيزي بي بي سي ته ویلي هغه شېبه به هېره نه کړي چې خبر شول فلم يې لومړی مقام ګټلی.

په فرانسه کې د نوښتګرو ښارونو د فلم نړيوال نندارتون کې له افغانستان څخه یوه فلم د لومړي ځل لپاره لومړی مقام ګټلی.

دغه لنډ څلور دقیقه يي فلم د باميانو د څلور فصله طبيعي او ښکلو منظرو او د ځايي کلتور او د سيلانيانو د راښکلو په برخه کې د دغې سيمې د خلکو د نوښتونو په اړه دی.

د دغه فلم یو تن عکاس نورالله عزيزي بي بي سي ته ویلي هغه شېبه به هېره نه کړي چې خبر شول فلم يې لومړی مقام ګټلی.

"زما ښار بامیان" د دغه ولایت د فرهنگي فعالانو په نوښت او د باميان د ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان په مرسته په یوه کال کې جوړ شوی دی.

اوو عکاسانو هڅه کړې چې د باميان ولايت ښکلاوې په څلورو فصلونو کې هلته په شته لرغونو او تاريخي ځايونو کې د کمرې له سترګو تېرې کړي.

په دغه فلم کې د سيلانيانو د راښکلو لپاره د اسکي لوبې، بایسکل ځغلونې، د موسيقۍ د نندارتونونو جوړولو او د لاسي صنایعو او ځايي دودونو په ګډون د باميان د خلکو نوښتونه نندارې ته اېښودل شوي. د فلم لارښونه محمد علي شيدا کړې او د روزنه په نامه پروډکشن توليد کړی.

بامیان: دیني عالمان د موسیقۍ فیسټیوال مخه نیسي

د عکسونو البوم: د بامیان د خلکو ساده ژوند او د دغه ولایت ښکلی طبیعت

د دغه فلم یو تن عکاس نورالله عزيزي وايي:

"انټرنېټ کمزوری دی، موږ هغه وخت اپلوډ کړ چې ډېر لږ وخت يې پاتې و. په ډېره بيړه مو شاټونه اخيستي وو او فلم مو اېډېټ کړی و، ډېره تمه مو نه وه چې زموږ فلم دې مقام وګټي. خو دا چې غوښتل مو باميان په نړیواله کچه معرفي کړو فلم مو واستاوه خو ډېره هیله مو نه لرله، خو هغه مهال چې دا برېښناليک راغی چې لومړی مقام مو ګټلی واقعا چې باور مو نه کېده."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوو عکاسانو هڅه کړې چې د باميان ولايت ښکلاوې په څلورو فصلونو کې هلته په شته لرغونو او تاريخي ځايونو کې د کمرې له سترګو تېرې کړي.

د فلم توليدوونکي د جایزې د ورکړې مراسمو ته نه دي ورغلي خو د یونسکو استازي يې جایزه باميان ولايت ته ور استولې ده.

باميان څه باندې کال وړاندې د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې یا یونيسکو د نوښتګرو ښارونو د شکبې غړيتوب تر لاسه کړی.

د باميان ولایت خلکو په څو وروستيو کلونو ګڼ نوښتونه کړي چې په پراخه کچه يې د حکومت او سیلانیانو پام ور اړولی دی.

د انځور حقوق bradford-city-of-film
Image caption دا نندارتون فرانسه کې جوړ شوی و

ورته مطالب