جنرال رازق: پاکستان د طالبانو او داعش د یو ځاي کېدو هڅه کوي

Image caption ښاغلي رازق د طالبانو نوی نسل د افغانستان لپاره جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې له هغوی سره د وطن فکر نشته.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د افغان ځواکونو قومندان جنرال عبدالرازق وایي د طالبانو مشر خپلو جګپوړو جنګي قومندانانو ته ویلي، چې ددوی او داعش هدف یو دی.

دی وايي د طالبانو مشر مولوی هبة الله اخوندزاده لس ورځي مخکې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د کوټې شورا د مهمو غړو سره يوځای له خپلو پلویانو غوښتي چې نور د داعش سره مخالفت ونکړي.

د "طالبانو او داعش د یو ځای کولو" ادعا داسې مهال رامخته کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې ویلي ول چې‌‌‌‌‌ که فشارونه زیات شي، ښایي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د داعش ملاتړ وکړي.

جنرال عبدالرازق وایي په راغلو کسانو کې د کوټې شورا د غړو او مشر تر څنګ د لشکر دعوا او لشکر طيبه خلک هم ورسره ملګري ول.

د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د مولوي هبة الله اخندزاده سفر کوم غیر عادي کار نه بلکې د ده د چارو یوه برخه بولي چې پر خپلو کسانو راګرځي.

Image caption د طالبانو ویاند ولایتونو ته سفر کول د مولوی هبة الله اخوندزاده د کار برخه وبلله.

ښاغلی احمدي وایي، د داعش سره د جګړې نه کولو خبره حقیقت نه لري، خو په غیر مستقیم ډول د داعش سره د خپلې ډلې د مخالفت په دود وویل"هره ډله چې فتنه پاروي او مسلمانان ځوروي" دوی به یې مخه ونیسي.

جنرال عبدالرازق د بي بي سي له خبریال اسماعیل شهامت سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د طالبانو او القاعده په ګډون اورپکې ډلې د پاکستان له خوا جوړې شوي او اوس هڅه کوي چې د دولت پر وړاندې یې فعالیتونه همغږي کړي.

هغه وویل چې اوس د "القاعده اسیا"مشر د عاصم عمر پنجابي په نامه کس دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دوی سره یوځای جنګېده.

ښاغلي رازق د طالبانو نوی نسل د افغانستان لپاره جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې له هغوی سره د وطن فکر نشته.

خو د جنرال رازق په وینا که اصلي طالبان له جګړې لاس واخلي پایله به یې ښه وي.

تېره ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن د کندهار په هوایې ډګر کې افغان ځواکونو ته د بلک هاک چورلکو د سپارلو پر مهال وویل:"وسله وال طالبان او داعش ډلې په افغانستان کې جګړه نشي ګټلی، ځکه د جګړې دې فصل کې افغان ځواکونو د بهرنیو قواو په مرسته د افغانستان په شمال او سویل کې له وسله والو ګڼې سیمې نیولي".

د کارپوهانو په اند د وسله والو طالبانو وروستۍ هڅې ښایي دوه اړخونه ولري، لومړی افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ډېرېدل او بل دا چې دغه ډلې کې وروستي اختلافونه چې له جګړې د ځینو د لاس اخیستو لامل شو.

د طالبانو لپاره خوندي سیمي

د کندهار د پولیسو مشر د بي بي سي مامون دُراني سره مرکه کې ویلي، د طالبانو د ډلې د غړو د راستنېدو لپاره یې په کندهار کې خوندي سیمي جوړې کړي دي.

جنرال عبدالرازق وایي، چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو ۳۰ مهم کسان له دغې ډلې بېل شوي او سوله ییز ژوند یې غوره کړی دی.

Image caption کندهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې وګړو ته یې له جګړې ډېر تاوان اووښتی دی.

د پولیسو دغه مشر وایي په راغلو کسانو کې د کوټې د شورا د کمیسیونونو له غړو نیولي بیا تر والیانو، ولسوالانو او جنګي قومندانو تر کچې پورې کسان شامل دي.

هغه وویل چې پرواګرام یې یو کال وړاندې پيل کړی و او د افغانستان په اړه د امریکا له نوې تګلارې سره راکړه ورکړه نه لري.

د ښاغلي رازق په وینا په افغانستان د سولې بهیر تر دې دمه بریالی نه و، نو ځکه د خوندي سیمو په جوړولو غواړي د دولت وسله وال مخالفین د اورپکۍ پرېښودو ته وهڅوي.

'داعش د امریکا په لاس نه دی جوړ شوی'

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون له بي بي سي سره په مرکه کې امریکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړه. جنرال رازق چې ښاغلي کرزي ته نژدې کس بلل کېږي وايي، اسلامي دولت نومې ډله داعش په امریکا پورې اړه نه لري.

هغه وویل چې امریکا د افغانستان په ختیځ کې داعش په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې هدف ګرځوي او همدارنګه یې په عراق کې هم د ده په وینا د داعش پر وړاندې جګړه کړې او له مینځه یې وړي دي.

جنرال رازق د امریکا نوې سټراتیژي د افغانستان په ګټه وبلله او یې ویل، چې نن امریکا قناعت کړی د "ترهګرو مرکز په پاکستان کې دی او په ښکاره یې ویلي چې نوره یې"حوصله د پاکستان له لاسه ختمه ده.

'د جګړې میدان کې حلوا نه وېشل کېږي'

د بشري حقونو د څار ادارې او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو په خپل یوه وروستي راپور کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د شخصي زندانونو په لرلو، د بندیانو په ربړولو او وژنو تورن کړی دی.

جنرال عبدالرازق د بشري حقونو دغه رپوټونه ناسم وبلل او زیاته یې کړه، "په دې ولایت کې زندان او په هرې امنیتي حوزه کې توقیف ځایونه شته، بیانو د شخصي زندانونو اړتیا څه ده".

جنرال رازق "هر ډول محکمې ته" د ځواب ورکولو چمتووالی څرګند کړ.

د پولیسو دغه مشر دا مني، چې ځینې تر لاس لاندې کسانو به یې ناحقه وژنو کې لاس درلودلي وي.

ده وویل:" همدا اوس شاوخوا ۲۲۰ کسان، چې د حوزو آمرین ، مرستیالان او د پولیسو افسران پکې شامل دي په بېلابېلو جرمونو ، د زندان د تور تمبو شاته پراته دي."

خو د کندهار امنیه قومندان وايي د جګړې په ډګر کې پر هغه چا رحم نه کوي، چې "د خلکو کورونه ورانوي" او د ده "سرتېري وژني".

نوموړی وایي په تیر یوه کال کې ددغه ولایت په سرحدي ولسواليو کې ۶۰۰ افغان سرتېري وژل شوي. دی وايي"په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي".