افغانستان کې "ګڼ ځوانان رواني ناروغي لري"

کپسول د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رواني ناروغیو ډاکتران وايي، جګړه، ناامني، د کورنۍ غړي او پیسي له لاسه ورکول، وزګارتیا، کورنی تاوتریخوالی او له خپلو مېنو بېځایه کېدل، هغه لاملونه دي چې له امله یې یو کس په رواني ناروغۍ اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي شاوخوا ۶۰ سلنه خلک په افغانستان کې په رواني ناروغیو اخته دي چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي.

ګلالۍ د یوې دولتي ادارې کار کوونکې وه، چې اوس د روانې ناروغیو په یو روغتون کې بستر ده. دا وايي د ناروغۍ په لومړنیو میاشتو کې یې د زړه تنګۍ احساس کاوه چې همدا د زړه تنګۍ احساس د دې سبب شو چې کارونه سم تر سره نه کړي او ترې نیمګړي پاتې شي.

نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

د کینیا له روغتونه ۴۰ عصبي ناروغان تښتېدلي

هغه وايي همکاران یې د هغې دې ستونزه ته متوجه وو خو څه یې نه ویل:

"همکارانو مې راسره ښه وضعه کوه، ویلي به یې، ښه کيږي. په هغې اداره چې ما کار کوي، رخصت یې نه راکوي خو که به کار را نه غلم نو ږغ یې نه کوی. که به د ناروغۍ له امله کار را څخه خراب یا وروسته پاته شو نو به راسره جنجال نه کوي."

طالع

ګلالۍ راسره نور خبرې بس کړلې خو خاوند یې، چې شریف نوميږي وايي، ګلالۍ ته به همکارانو او د دفتر مشر جدي کارونه نه ور کول. هغوی به هڅه کوله ګلالۍ ساده کارونه تر سره کړي ځکه یوازې غوښتل دا مصروفه وساتي.

خو په رواني ناروغیو اخته ټول کسان د ګلالۍ په شان دومره طالع نه لري.

پنځوس کلن محمد صادق، چې اوس یې د رواني ناروغۍ پنځه کاله پوره شوي، وايي د دفتر مشر او همکارانو یې دی ظاهراً د ټنبلۍ له امله له دندې لیري کړ خو اصلې خبره دا وه چې په رواني ناروغیو اخته و. ښاغلی صادق زیاتوي چې دفتر ورته یوازې یوه میاشت صبر وکړ او وروسته یې له دندې ځواب ورکړ:

"کله چې رواني ناروغۍ را ته پیدا شوه، له دندې لیري کړم. ویل یې غیرحاضرۍ دې ډېرې شوې نو ځکه دې له وظیفه کوم. ښه چلند یې هم نه راسره کوي. "

د افغانستان روغتیا وزارت وايي شاوخوا ۶۰ سلنه خلک په افغانستان کې په رواني ناروغیو اخته دي چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي. وزارت زیاتوي، رواني ناروغي د نارینو په پرتله په ښځو کې ډېره لیدل کېږي. دغه وزارت په تېره کې داسې کاري اصول نه درلودل چې پر بنسټ یې په دفترونو کې له رواني ناروغانو سره چلن وشي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مور او ماشوم

په روغتیا وزارت کې د رواني ناروغیو څانګې مشر ډاکتر بشیر سروري وايي په نوې ستراتیژۍ کې یې دا په پام کې لري چې هغه لارې او چارې روښانه کې چې پر بنسټ ته یې د ادارو مشران او همکاران له هغو مامورینو سره چې په رواني ناروغیو اخته وي څه ډول چلن وکړي؟

"زما په نظر باید یو کمیسیون جوړ شي، هغه کسان چې د رواني ناروغو په وجه له دندې لیري شوي وي، هغوی تر څېړنې لاندې ونیسي. دا کمیسیون باید د ادارې د مشرانو او کار دواړو لپاره وي،زما په نظر له وظیفې لیري کولو پر ځای دې د رواني ناروغانو درملنه وشي. "

د رواني ناروغیو ډاکتران وايي، جګړه، ناامني، د کورنۍ غړي او پیسي له لاسه ورکول، وزګارتیا، کورنی تاوتریخوالی او له خپلو مېنو بېځایه کېدل، هغه لاملونه دي چې له امله یې یو کس په رواني ناروغۍ اخته کېږي.

د عصبي او رواني ناروغیو متخصص ډاکتر عظیم الله خنجاني وايي، د دې پر ځای چې ادارې رواني ناروغان له دندو لیرې کړي، باید درملنه یې وکړي او دولت ته هم په کار ده چې دا ډول قضیو څېړلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړي.

د رواني ناروغیو متخصصین ټینګار کوي چې رواني ناروغي دې د کورنیو، دولتي او نا دولتي بنسټونه له خوا جدي نه نیول کېږي او یوازې د یوې ناروغۍ په سترګه ورته وکتل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډاکټرانو وینا ده چې هر څومره ژر د ناروغۍ درملنه پیل شي په همدغه اندازه یې درملنه اسانه او د لا ډېرو لګښتونو مخه نیول کېدای شي.

د دوی په وینا له همدې په رواني ناروغیو اخته کس په لومړیو کې زړه نه ښه کوي چې د خپلې ناروغۍ په باره کې له ډاکترانو سره سلا- مشورې وکړي چې په پایله کې یې ناروغي ورځ تر بلې ډېريږي.

ډاکټران وايي په رواني ناروغیو اخته کسان اکثراً هغه مهال درملنې ته مخه کوي چې هم په خپله او هم په ټولنه کې نور خلک ورسره په عذاب شي.

د ډاکټرانو وینا ده چې هر څومره ژر د ناروغۍ درملنه پیل شي په همدغه اندازه یې درملنه اسانه او د لا ډېرو لګښتونو مخه نیول کېدای شي.

د اکتوبر لسمه د رواني ناروغیو نړیواله ورځ ده، دغه ورځ په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا په دې موخه وټاکل شوه هغه کسان چې په رواني ناروغیو اخته وي پر خپله پر شخص او ټولنې یې اغېزې څه دي؟

دا ورځ هر کال رواني روغتیا ته د ښې پاملرنې په موخه د بېلابېلو شعارونو لاندې په نړۍ کې لمانځل کېږي.

ورته مطالب