بي بي سي پر ډيورند کرښې د کټارې لگولو چارې له نژدې وليدې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان حکومت تل پر ډيورند کرښې د کټارو له غځولو سره مخالفت کړى او دا چاره يې د سيمې د ولسونو بيلتون بللې

پاکستاني پوځ چې له يوې مودې راهيسې يې پر ډيورند کرښې د اغزن مزو غځول پيل کړي د بي بي سي يوه ډله خبريالان سيمې ته بيولي چې په دغه چاره کې د دوى پرمختگ له نژدې وگوري.

بلوچستان کې د پاکستاني پوځ قومندان ډگروال عثمان بي بي سي ته وويل "٨٠ تر ٨٥ سلنه ترهگريز فعاليتونه له افغانستانه سرچينه اخلي او زما شخصي نظر دا دى چې د کټارې لگولو چارې له بشپړېدا سره به نور دغه لارې پرانيستې نه وي او خلک به له هغو لارو تگ راتگ کوي چې څارل کېږي."

افغانستان او امريکا پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې يې طالبانو ته پټنځي برابر کړي خو پاکستان وايي اورپکي يې له خپل هېواده پسې اخيستي او اوس هغوى د ډيورند کرښې پورې غاړه افغانستان ته اوښتي.

خو ډگروال عثمان وايي اوس په دغه سيمه کې د ده په وينا د "افغان جهاديانو" هېځ راز پټنځاى نشته.

دوى همداراز ټينگار کاوه چې د اورپکو پر وړاندې د عملياتو په ترڅ کې يې زرگونه کيلوگرامه چاودېدونکي توکي هم نيولي چې ټاکل شوې وه د پاکستان پر ضد وکارېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
واقعآ د ترهګرو د اوښتو را اوښتو د مخنیوي لپاره د کټارو او اغزن تار خبره کېږي او که تر شا یې نورې خبرې هم شته؟

ډيورند کرښې ته نژدې پرتې سيمې د اورپکو پر مرکز بدل شوې وې او اوس چې پاکستان پتېيلې پر دغې شاو خواه ٢٥٠٠ کيلومټره اوږدې کرښې اغزن مزي وغځوي سيمې ته د بي بي سي د خبريالانو د ډلې له بيولو سره ورته د ورتر غاړې کار ستر والى څرگند کړي.

چمن کې د لگېدلې دروازې له لارې هره ورځ شاو خوا ١٦ زره کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ تگ راتگ کوي.

"د ډيورنډ کرښې په نوم شوې تاريخي تېروتنه باید سمه کړل شي"

ډيورنډ لاين: نړيواله پوله که د بېلتون کرښه؟

افغانستان پر ډیورنډ کرښه د پاکستان "اغزن تار نه مني"

هلته يو افغان چې پاکستان ته اوښتى و بي بي سي ته وويل "زه پاکستان ته راځم چې درمل واخلم او ماښام بېرته افغانستان ته ستنېږم."

اورپکي پر دغو رسمي لارو تگ راتگ نه کوي خو هغه کليوال هم دغه لاره نه کاروي چې د ډيورند کرښې دواړو غاړو کې مېشت دي.

افغان حکومت تل پر ډيورند کرښې د کټارو له غځولو سره مخالفت کړى او دا چاره يې د سيمې د ولسونو بيلتون بللې.

خو جنرال اکرم وايي "هر هېواد خپلواک دی، پولې لري او حق لري چې د خوندیتوب او امنیت لپاره يې لارې چارې غوره کړي."

Image caption ډگروال محمد عثمان وايي د کټارو په لگولو به د اورپکو د تگ راتگ مخه ډب شي

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د کټارو له لگېدا سره به تاوتريخوالى کم او د دواړو هېوادونو حکومتونه به سره نژدې شي.

خو داسې نظرونه هم شته چې که د دغو کټارو موخه يوازې له افغانستانه د اورپکو د اوښتو مخنيوى وي او له پاکستانه د اورپکو د اوښتو لړۍ روانه وي نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا نور مخالفتونه وټوکوي.

ورته مطالب