ځواکمن هېوادونه له ایران سره د اتومي هوکړې پلوي دي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانیا، فرانسې او جرمني ویلي 'دغه هوکړه زموږ ټولو لپاره له ملي او امنیتي پلوه ګټوره ده.'

د امریکا متحدینو په ګډون ځواکمنو هېوادونو ویلي د ایران اتومي پروګرام هوکړې ساتنه به وکړي، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې په اړه ویلي ژر به یې له منځه یوسي.

د جمعې پر ورځ ولسمشر ټرمپ ویلي، له دې وروسته به پر دغه هوکړه لاسلیک و نه کړي.برتانیا، فرانسې او جرمني ویلي 'دغه هوکړه زموږ ټولو لپاره له ملي او امنیتي پلوه ګټوره ده. 'اروپايي ټولنې ویلي هېڅ یو هېواد د پلي کېدو وړ هوکړه نه شي ختمولای.

بل لور ته ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي، امریکا د پخوا پرتله اوس ډېر ګوښی پاتې دی. نوموړي پوښتنه کړې: ایا یو ولسمشر د ګڼو هېوادونو خپلمنځي هوکړه ختمولای شي؟

ښايي هغه ته معلومه نه ده، چې دا یوازې د ایران او امریکا دوه اړخیزه هوکړه نه ده. بل لور ته ولسمشر ټرمپ ایرانی حکومت 'جنوني ' رژیم بللی او له ایران سره یې د نړیوالې اتومي هوکړې له پرځای ساتلو انکار کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د جمعې پر ورځ پر ایران تور پورې کړ، چې له ترهګرو سره مرسته کوي او پرې یې د نویو بندیزونو لګولو وړاندیز وکړ.

ټرمپ وايي، ایران د طالبانو ملاتړی دی، افغان حکومت چوپه خوله دی

ټرمپ د ایران اتومي هوکړې له تاییدولو انکار کړی

د نوموړي په خبره ایران په ۲۰۱۵ کال کې له شوې هوکړې سرغړونه کړې. نړیوال مبصرین وايي، ایران د دغې هوکړې له لاسلیک وروسته د اتومي پروګرام درولی خو ولسمشر ټرمپ وايي، هوکړه ډېر نرمښت لري او ایران څو ځله تر پښو لاندې کړې ده.

نوموړي ویلي دغه هوکړه به اوس کانګریس ته سپاري او له متحدینو سره به مشوره کوي، چې څنګه د دې هوکړې مخه ونیسي. د هوکړې له نه تایید کېدو وروسته به کانګریس دوو میاشتو کې پرېکړه کوي، چې هوکړه له منځه یوسي او که یې پر ځای وساتي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر ولسمشر ټرمپ په هېواد کې دننه او بهرني فشارونه وو، چې د اوو هېوادونو تر منځ دغه شوې هوکړه لغو نه کړي.

څو دقیقو کې دننه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا مغرینې وویل دغه هوکړه 'پیاوړې' ده او 'د هوکړې له هېڅ یوې برخې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوي. '

نوموړې دغه راز ویلي د نړۍ هېڅ یوه هېواد ولسمشر دا واک نه لري، چې دغه هوکړه له منځه یوسي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هوکړه لیک له مخې شوې.

د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ولسمشر ټرمپ ویلي و، له دغې هوکړې به پر شا شي، چې له ده مخکې پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ایران تر منځ شوې وه.

ورته مطالب