"نژدې ۳ میلیونه افغانان له نشه یي توکو اغېزمن شوي"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"نژدې ۳ میلیونه افغانان له نشه یي توکو اغېزمن شوي"

په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان له نشه یي توکو اغېزمن شوي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي هر کال د ۴۰ زرو یې درملنه کوي.

په کابل کې زموږ همکارې آریا احمدزۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قایم - سره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې په افغانستان کې د روږدېدو د لاملونو په اړه پوښتلي دي.