ولسمشرغني د طالبانو وروستي بریدونه "سیاسي ځانوژنه" وبلله

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان ولسمشر: د طالبانو وروستي بريدونه د دوی سياسي ځانوژنه ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وریښمو لارې دولسمې دوه ورځنۍ غونډې پرانستونکې وینا کې د جمعې په ورځ(د اکتوبر۲۰) د حکومت د مخالفو وسلوالو وروستي بریدونه د دغو ډلو سیاسي ماته وبلله.

د ښاغلي غني اشاره د کندهار، پکتیا او غزني وروستیو بریدونه ته وه، چې له سلو ډېر کسان پکې ووژل شول او شاوخوا دوه نیم سوه ټپیان شول.

د ولسمشر غني په خبره، دا بریدونه ښيي چې پر افغان ځواکونو فشار دی او په هر سنګر کې سر ور کوي. ولسمشر غني زیاته کړه "خو دا فشار ځکه دی چې هغه شبکې چې زموږ تباهي غواړې خپله بربادي ویني پوهېږي چې د جنګ په میدان کې موږ ته ما ته نشي را کولی".

ولسمشر غني په دې باور دی چې له دې وروسته به د افغان حکومت وسله وال مخالفان او د هغوی ملاتړي له سخت فشار سره مخ شي. هغه وویل:"واقعا دا د دوی انفرادي ځانوژنه نه، بلکې د دوی سیاسي ځانوژنه ده".

که څه هم ولسمشر د طالبانو د ملاتړو په یادولو سره د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو تر ډېره افغان چارواکي پاکستان د مخالفو وسلوالو په ملاتړ تورنوي.

په وروستیو کې افغان چارواکي ایران ته هم ګوته نیسي چې د مخالفو وسله والو ملاتړ یې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو په پکتیا، غزني او کندهار کې په بریدونو سره له سلو ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ یې ټپیان کړل.

په کندهار او پکتیا کې وسله والو په جګړو کې له حکومتي ځواکونو په نیول شویو زغرګاډو دا بریدونه وکړل. د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو برید کې ۴۳ سرتېري ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په پوځکوټ کې ۶۰ سرتېري و، یواځې دوه روغ وتلي دي.

له هغه وړاندې د سې شنبې په ورځ وسله والو په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ سره نژدې د پولیسو پر روزنځي له برید سره ۴۷ او د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ۲۵ امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي ووژل.

دې پېښو یو ځل بیا افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو کې له پوښتنې سره مخ کړل.

د انځور حقوق ارګ
Image caption ولسمشر افغانستان ته د راتللو له امله له ښاروالانو مننه وکړه.

وروستیو امنیتي پېښو د غونډې پر بحثونو هم سیوری غوړولی دی. ولسمشر د سیمې د لسو هېوادونو له راغلو ښاروالانو او استازو هم مننه وکړه چې په داسې سختو امنیتي شرایطو کې افغانستان ته راغلي دي.

د ورېښمو لار د ۶۷ هیوادونو له ۲۰۰ ښارونو تېرېږي او دغه لرغونې لار د نړۍ درې وچې اسيا، افريقا او اروپا سره نښلوي.

د دغې پروژې غړي هېوادونه په ترتیب سره د کلنیو غونډو کوربه توب کوي. افغان حکومت د وريښمو لار لکه د نورو اقتصادي او سوداګریزو پروژو په څېر د اقتصادي پیاوړتیا او سیاسي ثبات لپاره مهمه بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، دا پروژې به افغانستان هغې موخې ته ورسوي چې غواړي د سیمې او نړۍ په څلور لارې بدل شي.

د انځور حقوق .
Image caption سلګونه کلونه پخوا په اوښانو سره د ورېښمو لار سوداګري کېدله.

د ورېښمو لار چې نوښت یې د نړۍ د دویم ستر اقتصاد چین پر غاړه دی د سیمې د سوداګریزې پراختیا ښه زیری دی، خو لا هم لیدل کېږي چې دا او ورته نورې پروژې د بېلابېلو ستونزو له امله پرمختګ نه کوي.

افغانستان کې روان تاوتریخوالی د یادو پروژو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.

په دې سبب له کابله لا هم په سترو اقتصادي پروژو لکه تاپي، کاسا زر، لاجورد لارې، اوبو بندونو او پټلۍ کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

ورته مطالب