هرات کې د "افغان ستوري" سندریزې سیالۍ پر ضد لاريون وشو

هرات مظاهره
Image caption په تېر یوه کال کې د موسیقۍ کنسرتونو پر وړاندې په نورو ولایتونو کې هم مخالفت ښودل شوی.

سلګونو دیني عالمانو او روحانیونو په هرات کې د افغان ستوري سندریزې سیالۍ خپرونې پر ضد لاریون وکړ.

دوی په سلګونو موټرونو کې د هرات په ښار کې وګرځېدل او د دې پروګرام پر ضد یې شعارونه ورکول او ویل يې، دا پروګرام د "اسلامی ارزښتونو ضد دی او فساد خپروي".

افغان ستوری پروګرام چې په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیون طلوع له لارې خپرېږي په ځوانانو کې یو شمېر مینه وال لري.

د دغه پروګرام چلوونکي د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفر کوي، له خلکو غواړي چې په سیالۍ کې ګډون وکړي او د موسیقۍ په ډګر کې د وړتیا خاوندانو ته موقع ورکوي چې پر ټلویزیون سندرې ووايي.

يوه لاريون کوونکي د مخالفت په څرګندولو وويل:"هېڅ داسې پروژه به ونتوانېږي چې داسې پروګرام د علم او عرفان په سیمه لرغونی هرات او آن په ټول افغانستان کی ترسره کړي".

ښکاري چې د موسیقۍ په اړه دیني عالمان هم د نظر اختلاف لري. ځینې عالمان وایي که موسیقي د فساد او ابتذال سبب نشي باید مخنيوی یې هم ونشي، خو په نننۍ غونډه کې یو شمېر ویناوالو ویل یوازې "د افغان ستوري پروګرام مخالف نه دي بلکې موسیقي نشي زغملی".

یوه دیني عالم او د نننۍغونډې ګډونوال کریم الله وويل: "په ټولیزه توګه موسیقي که هغه د افغان ستوري وي او که له افغان ستوري پرته، د اسلامي شریعت له لید لوري په بشپږه توګه حرامه ده".

د انځور حقوق FB, Afghan Star
Image caption د افغان ستوري سندریزه سیالۍ کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د موسیقۍ مینه وال ګډون کوي.

په تېر یوه کال کې د موسیقۍ او هنري کنسرتونو پر وړاندې د هغو ډلو مخالفتونه چې دا ډول پروګرامونه "د فساد او فحشا خپرونکي" بولي په نورو سیمو کې هم ښودل شوي.

په سمنګان او بامیانو کې هم یو شمېر دیني عالمانو تر دې مخکې د موسیقۍ د کنسرتونو د مخنيوي هڅه کړې ده.

یو شمېر مدني فعالان بيا وایي، دیني عالمان تر پخوا توند شوي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې دیني عالمان له "ولسواکۍ نه د ولسواکۍ پر ضد" ګټه پورته کوي.

په هرات کې د مدني ټولنې یو فعال جواد حمید وايي: "د ډيموکراسۍ یو عیب همدا دی چې د ولسواکۍ مخالفینو ته هم دا موقع ورکوي چې په ټولنه کې تبارز وکړي او خپل نظر څرکند کړي".

ښاغلی حميد وايي:"فکر کوم د هنر پر وړاندې سنګر جوړول د عالمانو د کار اهمیت تر پوښتنې لاندې راولي".

د نوموړي په وينا "افغانستان اوس تر دې د مهمو ستونزو سره مخامخ دی او دیني عالمان یې باید پر وړاندی دریځ اعلان کړي".

په دې ورستیو کې د دې ډول تفریحي او هنري پروګرامونو د پلویانو او مخالفینو ترمنځ لږترلږه د لفظي شخړو لمن پراخه شوې ده.

اړونده مطالب