د عکسونو البوم: کابل کې پر جومات برید
د کابل لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د اسلامي دولت (داعش) ډلې له خوا ځانمرګي برید کې لږترلږه ۵۶ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.
-
BBC
د کابل لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د اسلامي دولت (داعش) ډلې له خوا ځانمرګي برید کې لږترلږه ۵۶ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.
-
BBC
د برید مسؤولیت اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې منلی
-
BBC
په برید کې ۵۵ کسان ټپیان شوي هم دي.
-
BBC
ویل کېږي، په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم دي.
-
BBC
د برید قربانیان لمونځ کوونکي وو
-
BBC
برید د ماښام لمانځه پرمهال شوی، چې داعش وايي بریدګر پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او بیا یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.
-
BBC
هغه یوه مېرمن چې په برید کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي.
-
BBC
وړاندې هم افغانستان کې د شیعه ګانو پر جوماتونه او عبادتځیو ورته خونړي بریدونه شوي.
-
BBC
دا برید داسې مهال شوی، چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې تر سلو ډېر افغان سرتېري او لسګونه نور ولسي وګړي د اورپکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
-
BBC
افغانستان کې د هالنډ سفیر ویلي، په دې غمجنه اونۍ کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي، چې ځینې یې ان د لمانځه پرمهال وژل شوي.
-
BBC
ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی.
-
BBC
ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې دغسې بشر ضد جنایتونه کوي، د (نابودۍ) مستحق دي.
انځورونه
کابل کې د پېژندپاڼو پر مرکز ځانمرګی برید: عکسونه
- 22 اپریل 2018 - 02 غویی 1397
لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه: عکسونه
- 22 اپریل 2018 - 02 غویی 1397
د هرات ورځ: عکسونه
- 15 اپریل 2018 - 26 وری 1397