"یوه لیدنه، دوه انځورونه او ډېرې پوښتنې"

د انځور حقوق د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انځور
Image caption په دغه عکس کې د تلویزیونو پر سر ساعت لیدل کېږي خو د ارګ لخوا په خپور شوي عکس کې ساعت فوټوشاپ شوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ناڅاپي سفر درلود، خو په کابل کې د ارګ پر ځای یې د پروان په بګرام هوايي اډه کې له افغان ولسمشر سره ولیدل، چې اجراییه مشر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم ور سره و.

دا نږدې میاشت وروسته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي له سفر وروسته یو بل لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې افغانستان ته راځي.

د امریکا دفاع وزیر د تېر سپټمبر پر ۲۷ په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل، خو د هغه د سفر پر مهال پر کابل هوايي ډګر توغندیز برید وشو.

اوس ټېلرسن افغانستان ته د حکومت مخالفو وسله والو د څو خونړیو ورځو له بریدونو وروسته راځي، چې په کابل، پکتیا او کندهار کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ښايي همدا لامل وي چې د ارګ پر ځای بګرام غوره بولي، خو ډيپلوماټیک دود دا دی چې مېلمه د کوربه ځای ته ځي. ځکه نو دغې لیدنې ته پر خواله رسنیو ډول ډول غبرګون ښودل شوی.

ځینې په دې باور دي چې د ارګ پر ځای په بګرام کې دا لیدنه د ملي غرور خلاف ده.

"د مجبورۍ لیدنه"

د انځور حقوق د ولسمشرۍ ماڼۍ انځور

یوه فیسبوک کارن حافظ همیم لیکلي، له ټېلرسن سره د لیدنې لپاره بګرام ته د ښاغلي غني تګ په ډيپلوماټیک دود کې بېخي نارا دی.

خو نور په دې باور دي چې افغانستان په داسې دریځ او امنیتي وضعیت کې نه دی چې هرڅه دې هر وخت د معمولو دپیلوماتیکو تشریفانو او دودونو سره سم پکې وشي.

ځکه نو ولسمشر د هغه څه لپاره چې ملي ګټې بلل کېږي بګرام هوايي ډګر کې له ټېلرسن سره لیدلو ته تللی دی.

خو یو بل کارن احد ساپی وايي، ډيپلوماټیک اصول دا ایجابوي چې بهرنی مېلمه د هېواد لومړي شخص ته ور شيو خو په بېړنیو حالاتړ کې دا دود بدلېدلی شي.

فیسبوک کارنه فرزانه الهام پوښتي ولسمشر، اجرایه رییس، اتمر او ور سره پلاوی به زموږ غوندې عقل نه لري:

"بس مسلمانانو مجبوري ده، له ناکامې ورځې به یې مني او کوي، که نه د چا دب او درشن نه خوښېږي".

د ولسمشر ماڼۍ غبرګون

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم غبرګون ښودلی او د ولسمشر یو ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه کاږلي د دې پر ځای چې د دې ناستې پر ګټو خبرې وشي، خلک یې پر حاشیو نیوکې کوي.

ښايي ارګ هم د کتنې د ځای په اړه حساسیتونو ته پام کړی وي او له همدې امله یې هڅه کړې وي چې د کتنې په اړه خپرو شوو عکسونو کې ګوتې ووهي.

ځکه د ارګ او امریکا سفارت له خوا د دې ناستې انځورونه له یو بل سره توپیر لري.

داسې اېسي چې ارګ انځورونه فوټو شاپ کړي دي او دې کار د نړیوالو رسنیو پام هم ځان ته اړولی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، یوه لیدنه، دوه انځورونه او ډېرې پوښتنې.

کوم انځور چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپور شوی په هغه کې د ولسمشر غني او رېکس ټېلرسن تر شا پر دېوال لګېدلې ګړۍ نه ښکاري.

دې ورځپاڼې ته کمپوټرپوه هني فرید ویلي داسې ښکاري چې انځور فوټو شاپ شوی دی، هغه هم په داسې ډول چې ځینې شیان لرې کوي او تش ځای ډکوي.

د نیویارک ټایمز په خبره، د امریکا د دفاع وزیر د سفر پر مهال پر کابل هوایي ډګر د توغنديو برید وشو.

اورپکو چې هوایي ډګر ته نژدې ځای پر ځای شوي وو شاوخو ۵۰ توغندي پر هوايي ډګر وویشتل.

"کمزورۍ پټول"

که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې هغه برید د دفاع وزیر....... له سفر سره په تصادفي توګه همهالی پېښ شو او که له مخکې پلان شوی وو، خو کېدی شي هغه برید د بګرام لیدنې سپیناوی یا توجیه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره میاشت چې د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغی پر هوايي ډګر توغندیز برید وشو.

خو ډېری افغانان د انځور بدلولو ته د هغې هڅې د سند په سترګه ګوري چې د دوی په وینا افغان حکومت یې د خپلو کمزوريو د پټولو لپاره کوي.

د انځور بدلول ښايي نوې خبره وي، خو افغان حکومت پخوا هم په ځینو مواردو کې د ستونزو د پټولو لپاره د حقایقو د بدلولو هڅه کړې وه.

نیویارک ټایمز په پای کې لیکي، په یوه پېښه کې کله چې طالبانو د یوې ولسوالۍ مرکز ونیو، نو حکومت د دې ادارې مرکز بل ځای ته ولېږداوه او ویې ویل چې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې نه ده.