فکرلارې: رواني ناروغۍ څه دي او درملنه يې څنګه کېږي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: رواني ناروغۍ څه دي او درملنه يې څنګه کېدای شي؟

په افغانستان کې له هر لسو کسانو شپږ له یو نه یو ډول رواني ناروغیو رنځيږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، سره له دې چې په رواني ناروغیو د اخته کسانو د درمنلې لپاره یې ځینې مرکزونه جوړ کړي،خو وايي کافي نه دي.

د فکر لارې په دې بحث کې پر دې خبرې کوو چې په افغانستان کې د رواني ناروغیو لاملونه څه دي او درمنله یې څنګه کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د رواني څانګي مشر ډاکټر بشیر احمد سروري، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاده کریمه دریځ او په لندن کې د رواني ناروغیو افغان متختصص ډاکټر عبدالغفور رحیم د دې بحث ګډونوال دي.

دا خپرونه حفیظ الله معروف جوړه کړې او نجیبه لیمه یې وړاندې کوي.