د کندهار ۱۷ ولسوالیو یوې نجلۍ هم  ۱۲ ټولګي نه دی بشپړ کړی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار ۱۷ ولسوالیو یوې نجلۍ هم ۱۲ ټولګي نه دی بشپړ کړی

د افغانستان په جنوب یا سوېل کندهار ولایت کې، په تېرو ۱۶ کلونو کې، له ۱۷ ولسوالیو یوې نجلۍ هم د ښوونځي ۱۲ کلونه نه دي پوره کړي. یعنی ښوونځی یې نه دی بشپړ کړی. په خپله مرکز کې حالت یو څه ښه دی. دغلته، ښوونځي او پوهنتونونه فعال دي او د نجونو شمېر هم پکې ښه دی خو ځینې دودنه شته چې حتی په ښار کې لا، نجونې د خپل ښوونځي نیم پرېښودو ته اړوي. زموږ همکار مامون دراني، پر کندهار رپوټونه جوړ کړي دي. نن په خپل لومړي رپوټ کې، د دغه ولایت د نجونو د زده کړو موضوع څېړي.