افغان حکومت د وسلې لایسنس ورکول بیا پیل کړل

ویس احمد برمک
Image caption د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، نوې تګلاره یې جوړه کړې چې له مخې به یې د ښکاري وسلو په ګډون نورې ناقانونه وسلې تشخیص او ټولې کړي:

د افغانستان کورنیو چارو وزارت له دوه کلن ځنډ وروسته یوځل بیا د وسلو لپاره د قانوني کارتونو د وېش بهیر بیا پیل کړ. دا وزارت وايي، د وسلو د وېشلو لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې چې اونۍ وړاندې د افغانستان امنیت شورا هم تصویب کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر وايي، ددې کار موخه د خلکو مشروع خوندیتوب دی. د نوې تګلارې له مخې به قانوني وسلې یوازې د ځان د ساتنې لپاره کارېږي.

وزارت وايي، اوسمهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۹۰ زره میله قانوني وسله وېشل شوې.

په افغانستان کې د یوشمېر کسانو له خوا د ناقانونه وسلو کارول لا هم یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي او ډېری وخت عام خلک او حکومت په دې اړه اندېښنې څرګندوي. دا ډول وسلې تر ډېره په غلاو، هدفي وژنو او نورو ناقانونه کارونو کې کاریږي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول کابل کې د وسلو پېر او پلور او ناقانونه کارونه یې د حکومت لپاره لویه ننګونه بلل کیږي.

ددې هېواد په هغو سېمو کې چې د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې دي، په ښکاره ډول د وسلو پېر او پلور کېږي.

افغانستان کې ولې ځینې ډلې ناقانونه وسلې وېشي؟

'مافیايي کړۍ پر طالبانو وسلې پلوري'

په پلازمېنه کابل کې هم یوشمېر داسې مارکېټونه شته چې د ښکاري وسلو په نوم پکې یو ډول وسلې پلورل کیږي، چې اوس یې ځینې خلک د ځان ساتنې لپاره کاروي.

ددغه ډول وسلو پلورلو په یوه مارکېټ کې د کابل یو اوسېدونکی چې وسله یې اخیسته وايي، د ځان خوندیتوب لپاره چريي وسله پېري:

"دا چې د نورو وسلو د پېرلو وس نه لرو، یو میل چريي ټوپک مې اخیستی، چې په کور کې یې کاروو. ځکه کله چې کور ته غل راشي، هغه نه پوهېږې چې موږ سره څه ډول وسله ده، هغه هم په خپل ځان ډاریږي. اړینه ده چې موږ له خپل ځان، ننګ او ناموس نه دفاع وکړو. ځکه امنیت نه لرو، هرډول چې کیږي باید وسله واخلو."

د ځان دفاع لپاره وسله ګرځول

اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددې ستونزو د هوارولو او د خلکو د خوندیتابه لپاره له دوه کلن ځنډ وروسته، د وسلو قانوني کولو بهیر بیا پیل کړ.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، نوې تګلاره یې جوړه کړې چې له مخې به یې د ښکاري وسلو په ګډون نورې ناقانونه وسلې تشخیص او ټولې کړي:

"د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو د هغو کسانو لپاره چې کوای شي مستحق و اوسي چې او د یوه جواز له مخې مسولانه وسله ولري، یوه اونۍ وړاندې یو طرز العمل د افغانستان د امنیت شورا له اروزونې وروسته تصویب کړ. او نن د کورنیو چارو وزارت رسماً وسلې د وېشلو بهیر اعلانوي او عملي کار یې پیلوي."

Image caption د افغانستان ځینو برخو کې د وسلو پېر او پلور روان دی او په ناقانونه ډول وسلې ګرځول کېږي

د تګلارې له مخې د تيري او برید پر وخت او د خطر لرې کولو پر مهال د ځان د دفاع لپاره قانوني وسله کارېدلی شي، په تګلاره کې راغلي چې که د وسلې خاوند له یادو شویو حالاتو پرته خپله وسله وکاروي، ددوی د وسلې جواز به باطل او له څښتن سره به یې قانوني چلند کېږي.

د تګلارې له مخې، خلک د هغو وسلو اخیستو حق لري چې ۷.۶۲ ملي متري او یا ۹ ملي متره مرمۍ کارولو وړتیا لري. د درنو وسلو لکه پیکا او راکټ لپاره جواز نه ورکول کیږي.

افغان حکومت پخوا د بې وسلو کولو دوه دوه پراګرامونه ډایاګ او ډي ډي ار پلي کړل چې له ګڼو خلکو یې وسلې راټولې کړې. خو داسې ښکاري چې لا هم په دې هېواد کې ناقانونه وسلې شته.

کورنیو چارو وزارت د ناقانونه وسلو په اړه کره شمېره نه ده په ګوته کړې، خو څه موده وړاندې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي و چې یوازې کابل کې څه باندې ۱۰۰ زره میله ناقانونه وسله شته. هغه څه چې کورنیو چارو وزارت یې یوازې یوه فرضیه ګڼي.

اړونده مطالب

ورته مطالب