د کابل د ټولو حوزو څوکۍ ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي

پولیس د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption امنیتي چارواکي وایي، له کابل وروسته به په هرات او جلال اباد ښارونو او د وخت په تېرېدو به په ټول هېواد کې د پولیسو لیکې اصلاح کړي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، تر راتلونکو دوو اونیو به د کابل ښار د امنیتي حوزو د امرینو او ولسوالیو د امنیې قومندانانو څوکۍ ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.

د چارواکو په خبره، دا د هغې لړۍ پيل دی چې له مخې یې غواړي د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راشي.

په دې لړ کې د لومړي ځل لپاره نن دوشنبه، د کابل د ۱۷ امنیتي حوزو او ۱۴ ولسوالیو ۱۶۴جنایي بستونو ته د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې، چې د وزارت په انګړ کې ترسره شوه، شاوخوا ۷ سوه کسانو چې د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړې وې، نوملیکنه او ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت د کدر او پرسونل مسئول عبدالجبار پردلي د همدې ازموینې په صحنه کې بي بي سي ته وویل:

"رقابتي ازموینه لرو، جمعاً ۱۶۴ بستونه دي، دغه بستونه د جنایي مدیرانو، د سیمې د کنټرول مدیرانو، کشف امرینو او د جنایي ریاست قرارګاه د مدیرانو لپاره دي. په تېر کې دغو پوستونو ته تر ډېره خلک د روابطو له لارې ټاکل شوي وو، خو اوس غواړو دا لیکې اصلاح کړو."

افغان حکومت د وسلې لایسنس ورکول بیا پیل کړل

ویس احمد برمک د کورنیو چارو سرپرست وزیر شو

د کابل د ټولو امنیتي حوزو آمرین بدل شول

ښاغلی پردلی وايي، جنایي بستونو ته بریالي کېدونکي مسئولین به تر پنځلس ورځو خپلې دندې پيل او ورپسې به د کابل د امنیتي حوزو او ولسوالیو قومندانانو څوکۍ ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.

جنایي پوسټونو ته نوماند محصلین هیله ښيي چې وزارت اړیکې ونه پالي او د وړتیاوو له مخې کسان وګماري.

پخوا داسې تورنه پورې کېدل چې ګواکې کابل کې پولیس چارواکي او په ځانګړې توګه د حوزو امرین د سیاسي اړیکو او بډو ورکولو له لارې ټاکل کېږي. همدارنګه د سیمې له اوسېدونکو باج اخیستنه او خپلې دندې ته بې تفاوتي د حوزو پر امرینو نور تورونه دي.

په دې وروستیو کې د حوزو د امرینو پر وړاندې اقدامات جدي شوي او ان له ځینو امنیتي پېښو وروسته له دندو لرې شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، له کابل وروسته به په هرات او جلال اباد ښارونو او د وخت په تېرېدو به په ټول هېواد کې د پولیسو لیکې اصلاح کړي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ښاغلی پردلی وايي، جنایي بستونو ته بریالي کېدونکي مسئولین به تر پنځلس ورځو خپلې دندې پيل او ورپسې به د کابل د امنیتي حوزو او ولسوالیو قومندانانو څوکۍ ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.

پر افغان پولیسو پخوا داسې نیوکې کېدې چې لیکو کې یې ډېر نالوستي کسان دي، خو په دې وروستیو کلونو کې د پولیسو اکاډمۍ د لسانس تر کچې لسګونه پولیس ټولنې ته وړاندې کړل، خو تراوسه یې ډېري وزګار ګرځي.

داسې ښکاري چې حکومت د ښې امنیتي تابیا او جنایي پېښو د مخنیوي لپاره د پولیسو په لیکو کې د سمونې چارې پیل کړې.

کابل کې، چې د دغو سمونو لومړنی ولایت او د هېواد پلازمینه ده، جنایي پېښو لکه غلا، تښتونې او وژنو د خلکو ژوند تریخ کړی او له دې امله ورځ تر بلې پر حکومت د خلکو نیوکې ډېرېږي.

ورته مطالب