ننګرهار کې چاودنو د ملي امنیت ښاري مدیر وژلی

چاودنه
Image caption چاودنې د یوه خصوصي تلوېزیون دفتر مخې ته شوې

د افغانستان په ختیځ ښار جلال اباد کې د شنبې په ورځ چاودنو د ننګرهار د څارګرې ادارې ښاري مدیر وژلی. ځايي چارواکو ويلي، په پېښه کې د څارګرې ادارې د یو بل کارمند د وژل کېدو سربېره لس کسان ټپيان شوي چې درې پکې ولسي وګړي دي.

د ننګرهار د ولايتي ادارې وياند عطاء الله خوږياڼي بي بي سي ته وویل، د یو خصوصي ټلویزیون ودانۍ ته څېرمه په يوې ريکشا کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودلو وروسته کله چې امنیتي کسان د سيمې د امنيت لپاره د پېښې ځای ته رسېږي پرې دوه نورې پرلپسې چاودنې شوي.

هغه وويل چې په ټپيانو کې پنځه پوليس دوه د ملي امنيت کارمندان او درې يې ولسي خلک دي.

په پېښه کې د خصوصي ټلويزيون کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تراوسه د پېښې مسووليت کومې ‌ډلې په غاړه نه دی منلی. په ننګرهار کې د خبريالانو د خوندیتوب او ملاتړ ټولنو دا پېښه غندلې او د جګړې د ټولو اړخونو يې غوښتنه کړې چې رسنيزې ادارې خپل هدف و نه ګرځوي.

تر اوسه د دغو چاودنو پړه چا نه ده منلې او نه یې هم په تور څوک نیول شوي.

اړونده مطالب