د سرحدي ځواکونو مدیریت دفاع وزارت ته سپارل شوی

دغه پروګرام کې به د سرحدي ځواک تجهیزات او وسله هم د افغانستان له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته انتقال شي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه پروګرام کې به د سرحدي ځواک تجهیزات او وسله هم د افغانستان له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته انتقال شي.

د افغانستان ۱۹ زره کسیز سرحدي ځواک مشرتوب دفاع وزارت ته سپارل شوی دی. مخکې دغه مسوولیت د کورنیو چارو وزارت سره و.

د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک نن شنبه ۲ دسمبر کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دغه ځواک نژدې څلور زره سرتېري به د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې پاتې شي.

نوموړی وايي دغه څلور زریز ځواک به له مسلکي روزنې او نویو تجهیزاتو سره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د هېواد د ځکمنیو او هوايي پولو ساتنه کوي.

دغه پروګرام کې به د سرحدي ځواک تجهیزات او وسله هم د افغانستان له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته انتقال شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني مراسمو ته ویلي، ''اوس وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د افغان سرحدي ځواک د کارکوونکو له پلوه ۹۰ سلنه، د سپکو وسلو له پلوه ۸۵ سلنه، د درنو وسلو له پلوه ۴۵ سلنه او د نورو وسایطو او تجهیزاتو له پلوه ۷۰ سلنه بشپړ دی.

نوموړي د هغو سیاستوالو څرګندونو ته په اشارې سره چې ادعا کوي د افغان حکومت یو شمېر کسان د 'اسلامي دولت ' ډلې ملاتړ کوي، وویل دغه کسان دې محکمې ته راشي او خپله ادعا دې ثابته کړې.

ولسمشر غني ویلي، لومړنی کس و، چې په سیمه کې یې د داعش خطر په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د افغان سرحدي ځواک د کارکوونکو له پلوه ۹۰ سلنه، د سپکو وسلو له پلوه ۸۵ سلنه، د درنو وسلو له پلوه ۴۵ سلنه او د نورو وسایطو او تجهیزاتو له پلوه ۷۰ سلنه بشپړ دی.

"د افغان هوايي ځواک په پښو درېدلو ته اوږده لار په مخ کې ده"

"افغان هوایي ځواک به نور پر روسیې ډېره تکیه نه کوي"

افغان حکومت نوى امنيتي ځواک جوړوي

د دغه وزارت چارواکي وايي مخکې دغه ځواک ځینې ستونزې هم درلودې. ویل کېږي د اړینو روزنو نشتوالی، د پوځي تاسیساتو نه شتون د هوايي ملاتړ نه درلودل او د هېواد ۱۵۰۰ کیلومتره پولو کلک څار نشتوالی هغه ستونزې دي چې دغه ځواک ورسره لاس او ګرېوان و.

د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن دغې غونډې ته وینا کې وویل:

''موږ باید دغه جګړه وګټو چې له ترهګرۍ سره مو پیل کړې ده. ''

نوموړي زیاته کړه، افغان ځواکونه اوس په یرغلیز ډول جګړه کوي او له دې کبله د افغان امنیتي ځواکونو تلفات لږ شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ناټو قومندان ویلي، امریکايي سلاکاران به بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره ګډ کار وکړي

هغه دغه راز د ځانګړو ځواکونو ډېرښت او د هوايي ځواک عصریتوب داسې څه بللي چې د ده په خبره افغانستان کې یې د جګړې بڼه بدله کړې ده.

ناټو قومندان ویلي، امریکايي سلاکاران به بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره ګډ کار وکړي او په وینا یې طالبان د دغې جګړې ګټلو فرصت نه لري:

''یا باید روغه جوړه وکړي او یا به د جګړې په ډګر کې تباه برباد شي. ''

د جنرال نیکلسن په خبره نړیوال ځواکونه به افغان امنیتي ځواکونه د سیمې پر ډېر عصري او وړتیا لرونکي ځواک بدل کړي.