''افغانستان کې نوي هوايي بریدونه د ټرمپ لپاره ازمایښت''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو ایس اې ټوډې نوي بریدونه د ولسمشر ټرمپ لپاره ازمایښت بولي.

یو ایس اې ټوډې ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې نوي هوايي بریدونه د دغه هېواد لپاره دامریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې کړنلارې لپاره یو ازمایښت دی.

خپرونې په همدې تړاو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرستیال جنرال ډیویډ نهوم هغه خبره را اخیستې چې وايي د طالبانو د نشه یې توکو د کاروبار پر ځایونو هوايي عملیات ډېر پراخ دي.

په رپوټ کې د پراخو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې اندېښنو ته هم اشاره شوې ده.

پر طالبانو د بري لپاره د یو ایس اې ټوډې د دې مطلب د لیکوال په وینا پر پاکستان د فشار خبره مهمه ده او ډېره مهمه خبره دا ده چې امریکا پر پاکستان څومره فشار راوړل غواړي؟

رپوټ زیاتوي امریکايي ځواکونه نه شي کولی د ډېورنډ پر بله غاړه کې پراخې بمبارۍ وکړي، خو ښايي دا وکړي چې د افغانستان له خاورې په بله غاړه کې غلچکي بریدونه وکړي.

آذر ټوډې ورځپاڼه د دغه هېواد د ولسمشر الهام علي ییف له قوله لیکي چې اذربائیجاني کمپنۍ هیله لري په افغانستان پانګونه وکړي او د دې پانګونې لپاره تیاری لري.

نوموړي ویلي افغان لوری ځانګړې او د پام وړ پروژې له ځان سره لري او په افغانستان کې د اذربائیجاني پانګوالو لپاره د پانګونې ډېر امکانات شته دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چاینا ډیلي لیکي چې لومړي وزیر لي کیکیانګ د افغان حکومت له اجرائیه مشر عبد الله سره په سوچي کې کتلي

چاینا ډیلي لیکي چې لومړي وزیر لي کیکیانګ د افغان حکومت له اجرائیه مشر عبد الله سره په سوچي کې کتلي او څرګنده کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې د ټیکاو راوستلو لپاره مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.

ښاغلي لي ویلي د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري او سوداګریزه راکړه ورکړه له بهرني خوندي چاپيریال پرته نه شي کېدای، نو ځکه یې هېواد غواړي له افغانستان او پاکستان سره د پراخ ډیالوګ او همکارۍ رامنځته کولو له لارې په سیمه کې د ثبات لپاره هڅې وکړي.

بریتانوۍ ورځپاڼه ډیلي میل لیکي هغه لوی سکنرونه چې نشه یې، کیمیاوي توکي او داسې نورو شیانو د تالاشي لپاره کارول کېږي او د امریکا په مرسته افغان حکومت ته ورکړل شوي بیکاره پراته دي.

د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د امریکا د تفتیش اداري سیګار په یوه رپوټ کې ویلي دغه سکنرونه په ۲۰۰۶ کال کې اخیستل شوي او څه باندې دوه شپيته نیم ملیونه ډالره پرې لګول شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي سیګار ویلي له دغې ډلې یوازې یو چې په کابل هوايی ډګر کې دی په ځینو برخو کې کارول کېږي.