ولسمشر اشرف غني له ښځو بخښنه غوښتې

افغانستان د انځور حقوق Arg
Image caption نوموړي زیاته کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونه د هغه له بشپړ ملاتړه برخمن دي.

افغان ولسمشر د هغو څرګندونو له امله بخښنه غوښتې، چې د حکومت مخالفانو ته یې د ادعا نه ثابتولو په صورت کې د ټیکري په سرونې خبره کړې وه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي د ښاغلي غني څرګندونې د یو شمېر کسانو له خوا ناسمې تعبیر شوي او هغوی هڅه کوي د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.

ولسمشر غني یادې څرګندونې د ولسي جرګې د څو غړو د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې وو، د افغانستان د ملي امنیت رییس په افغانستان کې د داعش پروژې مسوول دی.

ښاغلي غني چې تېره ورځ یې د حکومت پر مخالفانو او د ولسي جرګې پر هغو غړو چې داعش د حکومتي چارواکو پروژه بولي نیوکه کوله وویل د بیان ازادي د قدر وړ ده خو په دې شرط چې مسوولانه وي:

"هر څوک چې ادعا کوي د هېواد یو لوړپوړی، منځپوړی یا ټیټپوړی غړی له داعش سره لاس لري، جرات دې وکړي محکمې ته دې راشي او خپله ادعا دې ثابته کړي، که نه نو ټیکری دې پرسر کړي."

د ولسمشر له خوا په دې ډول د ټیکري کلمې کارول په خواله رسنیو کې د افغانانو او د ښځو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه را وپارول.

یو شمېر ښځینه فعالانو پر خواله رسنیو لیکلي، کله چې ولسمشر ښځه یا ښځوالی شرم ګڼي، نو افغان ښځې خپلې سترګې چاته واړوي.

د پارلمان غړې فوزیه کوفي د ولسمشر پر څرګندونو هم خواشیني څرګنده کړې او خپل ټیکری یې ویاړ بللی.

خو ارګ وايي تېره ورځ د ښاغلي غني په خبرو کې د ټیکري کلمه کارول د کلیوالو تعبیرونو په مانا وه او په هیڅ صورت ښځو ته د سپکاوي په مانا نه وه او نه ده. که بیا هم له یاد تعبیره د ښځو احساسات متاثره شوي وي، ولسمشر له هغوی بخښنه غواړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د تاریخ استاد شمروز خان مسجدي وايي "دا به لومړی ځل وي، چې افغانستان کې ولسمشر یا پیاوړی سیاستوال له ښځو بخښنه غواړي او خپله لفظي تېروتنه درک کوي او دا یو غوره کار دی. "

ښاغلی مسجدي زیاتوي د غازي امان الله خان په وخت کې، چې یوه متمدنه دوره وه، هغه به خپله مېرمن ملکه ثریا له ځان سره ګرځوله، د هغې نوم به یې هم اخیست، خو په رسمي محلفونو کې به یې مننه نه وه کړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلی غني تل د ښځو د حقونو ملاتړی و او د ښځو د ځایځایګي په ساتنه او غښتلتیا کې یې هڅې کړي چې په تېرو درېوو کلونو کې په دې برخه کې بې ساري عملي کارونه شوي دي.

ورته مطالب