جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ کسان وژلي

.
Image caption چاودنه د حکومت په ملاتړ یوې جوړې شوې غونډې ته نژدې شوې ده.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې شیرزي لوبغالي ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی رسنیو ته ویلي، په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، له پېښې ۳ مړي او ۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، وژل شوي او ټپیان ټول ولسي، ګړي دي. نوموړی وايي، په وژل شویو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم دي.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته ویلی، په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې یوه ښځه او څلور ماشومان هم شته.

"ننګرهار کې داعش ډلې خپل ۱۵وسله وال وژلي"

ننګرهار کې چاودنو د ملي امنیت ښاري مدیر وژلی

په ننګرهار کې د بي بي سي ذبیح الله رحیمزی د ځايي سرچینو پر بنسټ وايي، بریدګر چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای کړي او بیا یې روان موټر سایکل ته چاودنه ور کړې ده تر اوسه د چاودنې هدف نه دی په ډاګه شوی.

د انځور حقوق EPA

خو عطاء الله خوګیاڼی بي بي سي ته ویلي، چاودنه په جلال اباد ښار کې د حکومت په ملاتړ د یوې جوړې شوې غونډې په ۵۰۰ مترۍ کې شوې ده. د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستې.

ننګرهار د هېواد ختیځ کې تر ډېره نارامه ولایت دی، چې وخت ناوخت ترې د ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.

تېره ورځ (ډیسمبر دویمه) هم جلال اباد ښار کې چاودنو د ننګرهار د څارګرې ادارې ښاري مدیر وواژه. ځايي چارواکو ويلي، په پېښه کې د څارګرې ادارې د یو بل کارمند د وژل کېدو سربېره لس کسان ټپيان شوي چې درې پکې ولسي وګړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب