حافظ عبدالقيوم: نورستان کې پاکستاني متقاعد افسران لیدل شوي

Image caption د نورستان والي وايي د القاعدې ځينې غړي په دغه ولايت کې د طالبانو مرسته کوي

د افغانستان د ختیځ نورستان ولایت والي حافظ عبدالقيوم ادعا کوي چې د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د پاکستان ځینې پخواني افسران لیدل شوې دي.

نورستان د افغانستان له نسبتا نا امنه ولایتونو بلل کېږي چې له ډېورنډ کرښې سره اوږده پوله لري.

ښاغلي عبدالقیوم له بي بي سي سره په خبرو کې د بېلګې په ډول د میجر یوسف په نوم یو کس یاد کړ چې د ده په باور په نورستان ولایت کې "د طالبانو د اکمالولو مسول دی."

خو پاکستان تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

اسلام اباد بیا ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان یا TTP اورپکي په کونړ او نورستان کې فعالیتونه کوي. خو ښاغلی عبدالقیوم دا خبرې بې بنسټه بولي.

د نورستان والي دا مني چې د دغه و لایت په ځینو ولسوالیو کې د القاعدې شبکې اورپکي له طالبانو سره همکاري کوي.

وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرچینو بي بي سي ته ویلي و چې القاعده په نورستان او څنګلوري ولایت کونړ کې د فعالیت مرکزونه لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
لرغونی نورستان په کابل کې

پرون افغان امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې د القاعده ډلې مهم مشر عمر خطاب یې وژلی دی.

د وروستیو څو کلونو پرمهال افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو په اړه ډېر څه نه ویل کېدل او ګومان دا کېده چې ښايي په دغه هېواد کې د القاعده ډلې فعالیتونه ختم شوې وي.

خو اوس په افغانستان کې د القاعده شبکې د یاد شوي مشر تر وژل کېدو وروسته، ددغې شبکې د فعالیتونو د تازه کېدو شکونه او اندېښنې ډېرې شوې دي.

ورته مطالب