بي بي سي د ماشومانو لپاره د ځانګړو کیسو لړۍ پيل کړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د للو للو کیسې هر جمعه پر بي بي سي پښتو، شمشاد او مشرق تلویزیون

راتلونکو ۱۰ اوونیو پورې له بي بي سي د للو للو په نامه ماشومانو لپاره ځانګړې کیسې خپرېږی. د کیسو دغه لړۍ له بي بي سي پښتو او دغه راز افغانستان کې له شمشاد ټلویزیون او پاکستان کې له مشرق ټلویزیونونو خپرېږي.

دغه پنځه دقیقه یيزې کیسې چې د بي بي سي نجېبې لېمې لیکلي او وړاندې کوي یې، په لسو برخو کې وړاندې کېږي. دا کیسې به هره جمعه پر بي بي سي پښتو وېبپاڼې او فېسبوک د ګرینویچ پر وخت ۲ بجې خپرېږي او د بي بي سي پښتو ټلویزیون له خبرې ټولګې (نړۍ دا وخت) سملاسي وروسته به د شمشاد او مشرق ټلویزیونونو له لارې هم نشرېږي.

Image caption د کیسو دغه لړۍ له بي بي سي پښتو او دغه راز افغانستان کې له شمشاد ټلویزیون او پاکستان کې له مشرق ټلویزیونونو خپرېږي.

د بي بي سي افغان څانګې مشره مینه بکتاش یې په اړه وايي:

زموږ دغه نوې لړۍ د ماشومانو لپاره ده او هدف یې دا دی، چې دوی ترې خوند واخلي او زده کړه وکړي. دغه راز دا کیسې د ماشومانو د مېندو او پلرونو لپاره هم دي، چې هيلمن يوو زموږ خپرونې په فعاله توگه وگوري، واوري او له محتوا یې برخمنې شي.

د دې پروژې مشر او د بي بي سي پښتو ډیجټل څانګې ایډېټر اسمعیل میاخېل په دې اړه وايي:

پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره د دغه ډول مطالبو لږوالی له ورایه لیدل کېږي. له دغې نوې لړۍ سره چې په انځوریز او ویدیویي بڼې په زړه پورې کیسې په کې وړاندې کېږي، موږ هغو نویو مخاطبینو ته رسېږو چې له دغه ډول موادو لږ برخمن دي.

Image caption د بي بي سي پښتو ډیجټل څانګې ایډېټر اسمعیل میاخېل وايي، پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره د دغه ډول مطالبو لږوالی له ورایه لیدل کېږي.

د للو للو لړۍ کيسې په اسانه، روانه او پسته ژبه ویل شوې دي. دغه کیسې نجیبې لېمې لیکلي چې د بي بي سي اکاډ‌مۍ نړیوالو وېبپاڼو ایډیټره ده او له بي بي سي سره یې پښتو برخه کې د ژورنالیستې په توګه دنده پیل کړې وه.

په دغو کیسو کې د رښتینولۍ، په لارو کوڅو کې د خوندیتوب لارښوونو، لاس مینځلو او غاښونو پاکولو اهمیت په هکله خبرې شوې او دا له ماشومانو سره مرسته کوي، چې خپل شاوخوا چاپېریال ښه وپېژني.

د کیسو لپاره انځورونه کابل مېشتې ځوانې انځورګرې نسیمې محمدي کښلي دي، دغو خوځنده تصویرونو د کيسې ویلو پر مهال د نجیبې گرد چاپېره داسې چاپېريال جوړ کړى چې د ماشومانو لپاره خوندور او زړه وړونکى دی.

د بي بي سي پښتو خپرونې هره اوونۍ نژدې اووه ميليون کسان پر راډیو، ټلویزیون او انلاین اورې او گوري. دغه راز بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼه د څه د پاسه ٣ میلیون کسانو له لوري تعقیبیږي. د (۲۰۱۷ کال دسمبر) شمېرو له مخې دغې پاڼې سره هره اونۍ ۴۰۰ زره کسان یو ځای شوي دي. بي بي سي پښتو دغه راز پر ټوېټر، یوټیوب او انسټاګرام هم خپلو مخاطبینو ته مطالب خپروي.

د بي بي سي پښتو ټلویزیون (نړۍ دا وخت) خپرونه هره ورځ افغانستان کې د شمشاد ټلویزیون له لارې له ځايي مهال سره سم ماښام شپږ بجې او پاکستان کې د مشرق ټلویزیون له لارې هره ورځ له ځايي مهال سره سم ماښام شپږ نیمې بجې خپرېږي.

دغه راز د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه د بي بي سي یو ټیوب پښتو چېنل او بي بي سي پشتو ټکی کام وېبپاڼې له لارې هم کتل کېدای شي.

بي بي سي پښتو د بي بي سي نړیوالې څانګې یوه برخه ده.

اړونده مطالب