کابل کې د یوې کورنۍ ۱۰ کسان وژل شوي

کابل د انځور حقوق MOI

افغان پلازمېنه کابل کې پولیس وايي د یوې کورنۍ ۱۰ کسان په یوه ځای وژل شوي دي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته ویلي، پېښه د کابل ۱۵ امنیتي حوزې (۵۰۰ فامیلي) سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا د یوې کورنۍ دغه کسان د شپې ناوخته شاوخوا دوې بجې د وسلې په ډزو وژل شوي . د پولیسو په خبره بریدګر د کور له دیواله اوښتی او له وژنو وروسته بېرته تښتېدلی دی.

وژل شویو کې څلور ښځې او شپږ نارینه شامل دي. دغه پېښه کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.

پولیس ګومان کوي پېښه له شخصي جنجال وروسته شوې او کېدای شي د شخصي دښمنۍ له کبله شوې وي.

د کابل پولیسو له خلکو د وسلو د ورسپارلو غوښتنه وکړه

کابل کې یو ځانمرګی بریدګر او ۱۶۵ کسان د جنايي پېښو په تور نیول شوي

ښاغلی رحیمي وايي پولیسو د قاتل یا قاتلینو لټون پیل کړی دی. دغه پېښه د افغانستان کورنیو چارو وزارت له هغه اعلانه دوې اونۍ وروسته کېږي، چې ویلي یې و افغانانو ته د وسلې ساتلو جوازونو ورکړه له سره پیلوي.

د پروسږ کال یو رپوټ کې ویل شوي چې د شپږ میاشتو مودې کې یوازې پلازمېنه کابل کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.