بي بي سي پښتو څنګه د للوللو او خړکۍ کیسې پیل کړې؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د للو للو کیسې هر جمعه پر بي بي سي پښتو، شمشاد او مشرق تلویزیون

څو ورځې وړاندې مو د ماشومانو له پاره د کيسو نوې لړۍ پر بي بي سي پښتو انلاين او د بي بي سي پښتو ټلويزيون پر ملگرو سټېشنونو، شمشاد او مشرق پيل کړه.

ملگرتيا مې د "بيبو" په نوم بيزوگي او د "لالي" په نوم کولا خرسک کوي.

د کيسو دغه لړۍ به هڅه وکړي چې کوچنيان له خوب نه مخکې د رنگونو زرينې نړۍ ته بوځې، چېرې چې سويې او چنگښې خبرې کوي، د ځلاندو وزرونو ښاپېرۍ کوچنيانو ته للو للو وايي او د سمندر لاندې په يوې پاچاهۍ کې له سپينو ملغلرو کورونه جوړ دي.

موخه مو دا ده چې په هره کيسه کې د خوند تر څنگ ماشوم ته يو پيغام هم ورکړو، لکه غاښونه دې برسوه، لاسونه په صابون مينځه، ريښتيا وايه او داسې نور.

له خړکۍ تر للوللو

د خړکۍ د کيسو نه وروسته چې ١٦ کاله مخکې مې ليکلې په منظمو ليکنو کې اوږده وقفه راغلې وه، ځان ته مې ليکلې خو د خپرېدو کار يي پاته و.

زه د د بي بي سي پښتو انلاين مشر اسماعيل مياخېل نه منندويه يم چې د کيسو د ليکلو غږ يې راباندى وکړ.

مياخېل صاحب د تل په شانې د نوښت په ډگر کې تر موږ ټولو دمخه دى، هغه راته د ټلويزيوني سټديو، نوي ډيزاين، پر ډيجيټلې نړۍ او ټلويزيون د خپرېدو او وروسته د کتاب انځور مخ ته کېښود، د ده د الوتنو کچ او ليوالتيا چې مې وليده نو ما هم ورته تکل وکړ.

د ماشومانو کيسې

يو وار بيا مې هغه لمبه را په زړه شوه کله چې مې خړکۍ ته کيسې پېل کولې، هغه وخت دوو پېښو پر ما خورا سخت اغېز کړى و.

څنګه مې خړکۍ ته پام شو؟

په کابل کې د ١٩٩٠ کلونو د کورنيو جگړو پر مهال مي څو کوچنيانو ته کتل، زه په دوهم پوړ کې ولاړه وم او د څلورو پنځو کلونو کوچنيانو لاندې د بلاک مخ ته لوبې کولې. دوي منډې وهلې، خندل يي او يو بل يي پوري وهل، خو چې غوږ مې ورته ونيوې نو د دوي خبرې د ماشومانو په شان وې، د سوځېدلي ټوټه شوي کابل جگړو د دوي خبرې هم اغېزمنې کړې وې.

د دوي په منځ کي يو څلور کلن هلک پروت و، د همدغه عمر نجلۍ نارې وهلې " ژوندۍ به پاته شى، امبولانس راوغواړئ."

بل کوچني هلک بيا ویل" ډېره وينه يې نه ده توې شوې، که خداى کول پاته به شي." او بيا بله نجلۍ د امبولانس په شان د "تيو تيو" په غږ کې راغله.

دوهمه خاطره مې د بلوچستان د سرانانو د کمپ ده، د افغان کډوالو يوې کوټې ته ننوتم، څلور پينځه کوچنيان مې شاوخوا ولاړ وو، د دوي ويښتان د لمر په شان ځلېدل، بس په ټوله کوټه کې هم دغه رنگ و، د دوي مخونه لاسونه د يخ له امله نسوارې رنگه خيږ نيولى و، کالي يي شلېدلي او خيرن وو، شاو خوا په کوټه کې هر څه خړ پړ وو، د دغو کوچنيانو د شنو سترگو له پاره په دې کوټه کې رنگ نه و، هم هلته مې دا هيله را وټوکېدله چې کاشکي رنگه کتابونه راسره وای کاشکې د کوچنيانو کيسې راسره وای.

لندن ته له را رستنېدو وروسته مې د کوچنيانو کيسې پيل کړې.

نن ورځ که په افغانستان او پښتونخوا کې په پښتو ژبه خبري رسنيو، او ټلويزيونونو پرمختگ کړې خو په پښتو ژبه د ماشومانو له پاره د ليکنو ډېره اړتيا ليدل کېږې.

هيله لرم د "للو للو" دغه لړۍ تر کوچنيانو ورسېږي. د کيسو انځورگره مې د کابل يوه ۱۹ کلنه نسيمه محمدي ده چې زما کرکټرونو ته يي په خورا مينه مخونه ورکړى. د ميندو او پلرونو نه مو هيله دا ده چې د کوچنيانو غبرگون په ويډيويي توگه تر موږ راورسوي، چې د راتلونکو ليکنو پر مهال يي په پام کې ونيسو.

اړونده مطالب