د کاسا ۱۰۰۰ برېښنالېږد طرحه لاسلیک شوه

. د انځور حقوق ARG

افغانستان له منځنۍ اسیا څخه و پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د برېښنا لېږد طرحه له دوو هندي شرکتونو سره لاسلیک کړه.

پر دغې طرحه ۲۳۵ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیا پرمختیايي بانک یې ور کوي.

د دې طرحې هوکړه تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شوه او بشپړېدل به یې ۳ کاله وخت واخلي.

کاسا ۱۰۰۰ پروژه د تاجکستان او قرغیزستان صادراتي برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

* غني: ۵ کلونو کې د برېښنا عواید د ګمرکي عوایدو کچې ته رسوو

* طالبانو د لویو پراختیايي پروژو د ساتنې ژمنه کړې

* پاکستان ته له منځنۍ اسيا د برېښنا لېږد پروژه ژر پيلېږي

تر اوسه روښانه ده چې له دې پروژې افغانستان ته څومره برېښنا په برخه کېږي، خو چارواکي وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پر مسیر پرتې ۶۰۰ سیمې به ترې برخمنې شي او د ۱۵۲ زره کورنیو پر ژوند به مثبت اغېز وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا مزي به له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان شمال شېرخان بندر ته او له هغه ځایه به کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ته او له دې ځایه به پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته ورسي.

افغانستان ته د برېښنا خپل تولید بسنه نه کوي، نو اړ دی خپلې اړتیاوې د ګاونډیو هېوادونو له صاداراتي برېښنا پوره کړي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تارغځونې د طرحې لاسلیک پر مهال د ارغندي د برېښنا شبکې جوړونې هوکړه هم له ګډ افغان - هندي شرکت سره لاسلیک شوه.

د دې شبکې پر جوړولو ۳۲ میلیونه ډالره لګښت راځي او دوه نیم کاله وخت به ونیسي.

له دې پروژې به د ۲۲۰ کیلو واټه په وړتیا ۴ مزي د افغانستان سوېلي، سوېل ختیځ او ختیځو ولایتونو وغځېږي.

ورته مطالب