له سویډنه ۹ مجرد افغان کډوال کابل ته استول شوي

الوتکه د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا الوتنه د سویډن له جنوبي او دریم لوی ښاره مالمو نه شوې چې ګڼ شمېر کډوال په کې مېشت دي.

تېره شپه شاوخوا لس بجې د افغان کډوالو یوه نهه کسيزه ډله له سویډنه کابل ته واستول شوه. په سویډن کې د افغان سفیر په وینا، د دې ټولو کډوالو عمرونه له اتلسو کلونو لوړ وو او ټول مجرد نارینه وو.

سفیر دا هم ویلي، پلان د ۱۵ کسانو د استولو و، خو د ډېرو هلو ځلو په پایله کې ۶ تنو ته یې د دوی د دوسیو پربنسټ سویډن کې د اوسېدلو لنډمهاله اجازه ورکړل شوه او له استولو یې ډډه وشوه.

دی زیاتوي، افغان سفارت د هغو دوو تنو په اړه چې د تېرې شپې په الوتنې کې هېواد ته واستول شول، پر دوسیو د بیا غور او د لږ نور وخت غوښتنه کړې وه، خو د سویډن د کډوالو ادارې له خوا نه وه منل شوې.

دا الوتنه د سویډن له جنوبي او دریم لوی ښاره مالمو نه وشوه چې ګڼ شمېر کډوال په کې مېشت دي.

الوتنه د شپي لسو بجو شاوخوا کې د مالمو د ستوروپ له هوایي ډګره وشوه چې په لسګونو افغان کډوالو پکې هېواد ته د کډوالو د بېرته استولو پر ضد لاریون وکړ.

وروسته بیا په همدې الوتنه نهه تنه نور کډوال له اتریشه هم کابل ته واستول شول.

د کډوالو د چارو د وزارت ویاند وايي، ټول ټال ۱۸ تنه کډوال کابل ته استول شوي.

په دې وروستیو کې د بي بي سي یو راپور وایي چې د سویډن د قانوني څېړنو او معاینو ادارې د تېر کال له مارچ تر اکتوبره د شاوخوا ۸۰۰۰ هغو کډوالو چې ویلي وو عمرونه یې تر اتلسو کلونو ټيټ دي طبي معاینې وکړې تر څو د دوی اصلي عمرونه څرګند کړي.

د دوی موندنې ښيي، شاوخوا ۶۶۰۰ تنه یې له ۱۸ ډېر عمر درلود. دا معاینې د غاښونو او د پښو مفصلونو ته په کتو ترسره کېږي، خو شنونکي وایي دا معاینې او ټسټونه جنجالي دي او ځینې وخت سمه او پرېکنده پایله ترې نه شي تر لاسه کېدی.

سویډن تر ډېره ماشوم کډوال بېرته خپل هېوادونو ته نه استوي خو بیا هم له ۲۰۱۵ را پدېخوا د کډوالۍ په قانون کې ډېر بدلون راغلی.

د کډوالو اداره وایي، اوس به د هغو کډوالو دوسیو ته چې عمرونه یې د دې معاینو پایله کې له اتلسو ډېر ښکاره شوي د بالغو کسانو د دوسیو په څېر ورته کتنه کوي.

په ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ کې ۸۰۰۰۰ ماشوم کډوال سویډن ته راغلي او د کډوالۍ غوښتنه یې کړې، خو په دې کې یوازې ۳۷۰۰۰ یې له خپلو کورنیو بېل شوي وو.

ورته مطالب