هند لومړی ځل افغان پوځیانې روزي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان پوځ کې شاوخوا یو زرو شپږسوه ښځې خدمت کوي

هند پوځ په لومړي ځل د جګړې ډګر لپاره د افغان ښځینه پوځیانو یوه ۲۰ کسیزه ډله روزي.

دغه پوځيانې د سویلي هند چنايي په پوځي اکاډمۍ کې روزل کېږي او ورته د سپکې وسلې له استعماله نیولې د محاصرې، کمین او کښتۍ چلولو پورې روزنه ورکول کېږي.

ویل کېږي دغه روزنه به درې اونۍ روانه وي چې د چارواکو په وینا د راتلونکي کال بشپړ روزنیز پلان لپاره یو ډول چمتووالی دی.

افغان پوځ کې د ښځو شاملېدو لېوالتیا

افغانستان او هند: د بدې ورځې ملګري؟

افغانستان کې د هند سفیر منپریت وهرا هندي رسنیو ته وویلي:

''د دغې روزنې هدف د مشري کولو، خپل منځي مخابراتي اړیکو او فزیکي روزنې په ګډون پر بنسټیزو پوځي تکتیکونو د دغو پوځیانو سمبالول دي.

د رپوټونو له مخې اوس په افغان پوځ کې شاوخوا ۱۶۰۰ ښځې خدمت کوي او دفاع وزات غواړي دا شمېر ۲۰ زرو ته لوړ کړي.

د دفاع وزارت د شمېرو له مخې دوې پیلوټې، نژدې څلور سوه بریدمنانې، ۵۵۳ افسرانې او ۱۱۴ ښځینه سرتېرې لري او پاتې نوریې بیلابېل پوځي دندې ترسره کوي.

که څه هم هند نژدې ۴۰۰۰ افغان پوځیان روزلي دي، خو دا لومړی ځل دی، چې ښځینه پوځیانې دغه هېواد کې روزل کېږي. د هندي پوځ جګړن جې ار سنجانا د هندو ورځپاڼې ته ویلي هند پوځ هم له دې نوښته زده کړه کولای شي:

''هو، فکر کوم موږ له دوی زده کړه کولای شو. زه فکر کوم باید ښځینه هندیو پوځیانو ته هم د جګړې ډګر کې د رول فرصت ورکړل شي. که افغان ښځینه افسرانې کولای شي، زه باوري یم موږ یې هم کولای شو."

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه پوځيانې د سویلي هند چنايي په پوځي اکاډمۍ کې روزل کېږي

د پخوا پرتله اوس په پوځ کې له کار کولو سره د ښځو لېوالتیا زیاته شوې، خو ځینې چارواکي مني چې دوی یې د روزنې لپاره کافي اسانتیاوې او ځای نه لري.

اړونده مطالب