د افغان - ترک ښوونځیو نیول شوي ښوونکي خوشي شول

افغان ترک ښوونځي د انځور حقوق AFGHANTURK
Image caption اوس ۱۲ افغان - ترک ښوونځي په افغانستان کې فعالیت کوي.

د ملي امنیت له خوا د افغان - ترک ښونځیو څلور ښوونکي له ۹۶ ساعتونو وروسته راخوشي شول. خو په افغان - ترک ښونځي کې یوه مسؤل بي بي سي ته وویل چې یوازې دوه ترک او یو افغان ښوونکی يې راخوشي شوي او لا هم د دغې مؤسسې د مرستیال او د یادو ښونځیو د مشره پلاوي د یوه غړي یلموز ایتن د برخلیک په اړه معلومات نلري.

د افغان - ترک ښوود زدکوونکو د والدینو شورا مشر عبدالشکور دادرس بیا بي بي سي ته وویل چې ښاغلی یلموز ایتن لا هم په بند کې دی او دا نيونه غیرقانوني ګڼي.

هغه وويل، ښاغلی آیکن د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا د پناه غوښتونکي په توګه هم ثبت دی.

تېره اونۍ افغان امنيتي ځواکونه په کابل کې د افغان - ترک د ښځینه وو يوه ښونځي ته ورغلل او د هغو د پلټنې تر څنګ يې د کابل له بېلابېلو سیمو د دغو ښونځیو څلور تنه ښوونکي ونیول.

له دې وړاندې د افغانستان دولت ویلي وو چې دغه کسان يې د امنيتي دلایلو له مخې نیولي او د افغان - ترک ښونځیو له تړل کېدو سره تړاو نلري. د دغو ښونکو نیول کېدل د ترکيې په استانبول کې د اسلامي هيوادونو کنفرانس یوې سرمشریزې ته د ولسمشر له سفر سره جوخت وو.

د افغان-ترک ښوونځیو تړلو لانجه د څه له کبله ده؟

کابل کې د افغان - ترک لیسې څلور ښوونکي 'تري تم' شوي دي

ترکیه کابل کې د مېرمنو لپاره پوهنتون جوړوي

افغان ترک تعلیمي مؤسسې چې په امریکا کې د مېشت ترک توکمه فتح الله ګولن په خدمت جماعت پورې اړه لري شاوخوا دوه ویشت کاله وړاندې لومړی ځل په شبرغان کې خپل لومړنی ښوونځی پرانست او اوس د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۲ ښوونځي لري او شاوخوا ۸۰۰۰ نجونې او هلکان پکې زده کړه کوي.

په ترکیه کې د تېر کال د جولای د ۱۵مې نېټې د ناکامې کودتا څخه وروسته، ولسمشر رجب طیب اردوغان، فتح الله ګولن د کودتا اصلي عامل وباله او د افغانستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې د دغو ښونځیو مدیریت د ترکيې د پوهنې بنسټ ته وسپاري چې تر اوسه دا طرحه نه ده پلې شوې.

د فتح الله ګولن بنسټ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو برخو کې کلتوري او ښوونیز فعالیتونه کوي چې افغانستان کې د افغان - ترک ښوونځي هم د ښاغلي ګولن د بنسټ د فعالیت یوه برخه ده.

وړاندې په افغانستان کې د جهان - ترک پراختیايي او د همکارۍ اژانس (ټیکا) ویلي وو، دا ډول ښوونځي ترهګریز "ماهیت" لري او له کابله یې د دغو ښوونځیو د تړلو غوښتنه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب