ډونلډ ټرمپ: امریکا خپلواک او پیاوړی افغانستان غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption ډونلډ ټرمپ له پاکستان بیا وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد هڅې چټکې کړي.

د امریکا ولسمشر وايي، امریکا په سیمه کې د افغانستان ملګرې ده او ځواکمن افغانستان غواړي:

"موږ یو ځواکمن او خپلواک افغانستان غواړو او داسې پاکستان چې د افغانستان په بې ټیکاوۍ کې ښکېل نه وي".

ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ په روښانولو کې دا غوښتنه وکړه.

سپینه ماڼۍ په یوه بیان کې وايي، دا ستراتیژي په ۶۸ مخونو کې کښل شوې ده.

* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

* عبدالله او مودي: پر پاکستان ډېر فشار اچول پکار دي

نوموړي د افغانستان او سیمې لپاره د تېر اګسټ ستراتیژي بریالۍ وبلله، چې په وینا یې د دې ستراتیژۍ له مخې افغانستان کې مثبت بدلون راغلی دی.

د امریکا و لسمشر د ملي امنیت ستراتیژۍ کې پر سوېلي اسیا هم خبرې وکړې.

ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د واشنګټن- اسلام اباد د ښو اړیکو لپاره د ترهګرۍ ضد ډېرې هڅې وکړي.

خو پاکستان د افغان او امریکايي چارواکو دا تورونه ردوي چې ګویا په افغانستان کې د حکومت د مخالفو وسلوالو ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان وايي د وسلوالو ملاتړ نه کوي.

هغه له پاکستان وغوښتل چې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره روانې هڅې چټکې کړي.

"موږ به پر پاکستان د ترهګرۍ د ختمولو لپاره فشار ډېر کړو، ځکه کوم هېواد چې د توندلارو او ترهګرو ملاتړ کوي بیا کوم ملګری نه ور پاتې کېږي".

هغه خبرداری ور کړ که دا کار ونه کړي د دواړو هېوادونو پر اړیکو به ناوړه اغېز پرېوځي.

* ولسمشر ټرمپ ته د وسلوالو طالبانو لیک

* افغانستان او امریکا د ګټې ښه ملګري کېدلی شي؟

ډونلد ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۱ هم د سیمې او افغان ستراتیژۍ په روښانولو کې پاکستان تورن کړ چې په یو لاس د امریکا مرستې اخلي او په بل لاس د ترهګرو ملاتړ کوي.

هغه مهال هم نوموړي له پاکستان وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي له منځه یوسي.

شنونکي څه وايي؟

ر د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا د ملي امنیت ستراتیژۍ کې هم له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش نشته.

په واشنګټن کې د چارو شنونکی جهانګیر خټک وايي، د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت ستراتیژي د افغانستان او سیمې لپاره د تېر اګسټ د ستراتیژۍ په ډول ده.

"د افغانستان او پاکستان په تړاو هماغه پخوانۍ پالیسي ده چې د تېر اګست په ۲۱ یې روښانه کړه".

د نوموړي په خبره، د سیمې د ستراتیژۍ په ډول د امریکا د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې هم له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش نشته.

"پاکستان هغه وخت هم تورن شوی و چې د افغانستان د امنیت او ثبات خلاف کار کوي او د داسې ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې د ناامنۍ هڅې کوي".

جهانګیر خټک وايي، په دې ستراتیژۍ کې هم یو ځل بیا له پاکستان غوښتل شوي چې د دې ډلو خلاف ګامونه واخلي او له خپلې خاورې یې وباسي.

ډونلد ټرمپ تېره ورځ دا هم وویل چې پاکستان کې بوخت "توندلاري او ترهګر" د امریکا لپاره تلپاتې خطر لري.

هغه د پاکستان پر اټومي وسلو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، امریکا له پاکستان پرلپسې دا زبادول غواړي چې اټومي پروګرام یې خوندي دی.

"چې پاکستان کې امنیتي حالت ښه شي او دا باور را کړي چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امریکا مرسته کوي نو ور سره به سوداګري او پانګونه زیات شي".

ډونلډ ټرمپ تېر اګسټ هم پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که د امریکا مرستې غواړي، نو د "ترهګرو" ملاتړ دې پرېږدي.

خو پاکستان یې په ځواب کې وویل، مرستې یې نه غواړي، مګر د "ترهګرۍ" ضد جګړه کې دې یې د قربانۍ درناوی وشي.

د هند ملاتړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان وايي د ترهګرۍ ضد هڅه کوي او خپله یې هم قرباني دی.

له بلې خوا نوموړي په دې ستراتیژۍ کې د هند ستاینه وکړه او ستراتیژيک ملګری یې وباله.

"امریکا له هند سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي او سرحدي سیمو او د هند سمندر امنیت کې یې د مشرتابه رول ملاتړ کوي".

نوموړي په سیمه کې د هند د رول ډېرېدل وغوښتل:

"موږ په سیمه کې د هند د مالي مرستې د زیاتېدلو ملاتړي یو".

ډونلډ ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۱ د سیمې او افغان ستراتیژۍ پر مهال هم هند ستایلی او غوښتنه یې ترې کړې چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.

ډونلډ ټرمپ د املي امنیت ستراتیژۍ کې چین او روسیه داسې هېوادونه یاد کړل چې د امریکا اقتصادي برتري ننګول غواړي.

خو ویې ویل چې واشنګټن له دوی سره ښه اړیکي غواړي.

ورته مطالب